لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: امریکائي عسکر ایبولا خلاف اقداماتو کې مرسته کولی شي


ایبولا په لیبیریا، گني، سییریالیون او نائیجریا هیوادونه ډیر ځپلې دي. غربي افریقا کې شا او خوا ٢٠٠٠ کسانو ددې مرض له قبله ژوند دلاسه ورکړی دی
ایبولا په لیبیریا، گني، سییریالیون او نائیجریا هیوادونه ډیر ځپلې دي. غربي افریقا کې شا او خوا ٢٠٠٠ کسانو ددې مرض له قبله ژوند دلاسه ورکړی دی

د امریکې صدر براک اوباما ویلي امریکائي عسکر غربي افریقا کې د ایبولا وائرس د مخنیوي په کوششونو کې په ممکنه توگه مرسته کولي ‍شي. مرض دلاسه ٢٠٠٠ نه زیات کسان مړه شوي دي.

په این بې سي ټیلې وژن خبرو کې صدر براک اوباما وویل امریکائي عسکر د ایبولا مرض دپاره خصوصي سهولتونه جوړولی شي چرته چې د مرض ښکار مریضان په تنهائي کیدی شي او امریکائي عسکر د ایبولا وائرس خلاف د صحت نړي والو کارکونکو ته تحفظ هم ورکولی شي.

صدر براک اوباما وویل هغه گڼي چی امریکا باید د ایبولا وبا خلاف اقدامات د خپلې قامي امنیت تگ لارې برخه وگرځوي. امریکائي صدر خبرداری وکړو چې د ایبولا په مخنيوي څو میاشتې وخت لگیدی شي او که چرې دا وخت په دې وبا قابو وو نه موندلی شو نو مرض به ټوله افریقا او د نړۍ نور برخو ته خور شي.

په عین حال کې د ایبولا د مخنیوي په لړ کې چارواکو د افریقې هیواد سییرا لیون کې چار خلکو ته د دریو ورځو د پاره په کور د پاتې کیدو هدایات کړې دي. خو د صحت نړي والو ادارو ددغه قام مخالفت او غندنه کړې ده.

ایبولا په لیبیریا، گني، سییریالیون او نائیجریا هیوادونه ډیر ځپلې دي. غربي افریقا کې شا او خوا ٢٠٠٠ کسانو ددې مرض له قبله ژوند دلاسه ورکړی دی.

د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون د جمعې په ورځ ویلي د مرض د مخنیوي دپاره کیدونکو کوششونو کې د رابطې دپاره به مرکزي قائموي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG