لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان صدر دوره به د کیمپ ډیوډ پخوانی رونق بیا څه راتازه کړي


د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي د پخواني امریکائي صدر جارج بش سره په کېمپ ډیوډ کې په کال ٢٠٠٧ کې لیده کاته کړې وو
د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي د پخواني امریکائي صدر جارج بش سره په کېمپ ډیوډ کې په کال ٢٠٠٧ کې لیده کاته کړې وو

د افغانستان صدر اشرف غني او اجرائي ریئس عبدالله عبدالله راتلونکې هفته د امریکې دوره کونکې دي او د امریکې خارجه وزیر جان کیري اراده لري چې د افغان مشرانو سره ځېنې لیده کاته د کیمپ ډیوډ په تاریخي کلي کې وشوې، چې د سرښار واشنگټن سره نزدې د میرې لینډ ریاست په غرونو کې د سیلگرۍ ځائې دی.

د کلونو راهسې دا خاموشه کلی دعالمي مشرانو د غونډو او د امریکائي صدارانو د رخصتۍ ځائې په وجه د نړۍ توجه ځان ته راگرځوي.

خو اوس د څه مودې راهسې د کیمپ ډیوډ هغه پخواني رونقونه تر ډیر حده پورې کم شوي دي نو ځکه جیرلډ فریز، چې کیمپ ډیوډ کې د کوزي ان په نوم د یوې سرائې مالک دی، خپله سرائې خرڅوي.

د کال١٩٢٩راهسې دې سرائې کیمپ ډیوډ ته د راتلونکو خلکو د چائې ډوډۍ خدمت کړی دی، که دا عام سیلگري دي که د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ چارواکې، که د خارج نه راغلي حکومتي استازي دي او که خبرنگاران، هم په دې سرائې کې يي چائې چیلم، ډوډۍ او دمه کړې ده.

جرلډ فریز وايي کله چې کیمپ ډیوډ کې د سر مشرانو غونډې کیږي نو په ورځپاڼو کې يي نوم اخیستل کیږي نو بیا د خلکو دلته راتگ دپاره ډیر کښښ پیداه شي خو موجوده صدر، براک اوباما، نه خپله هلته ځي او نه څه غونډې کیږي نو ددې په کیمپ ډیوډ اثر غورځیدلی دی.

هم ددې اثر په نتیجه کې جیرلډ فریز خپله سرائې خرڅوي. چې په تیرو ٨٦ کلونو کې يي د یو کروړ او شپیته لکه نه زیاتو خلکو میلمستیه کړې ده.

جان کنیئرډ د ترمنټ سېمې ښاروال دی چرته چې کیمپ ډیوډ هم پروت دی، وايي هغه به د ماشوم والي راهسې لیدل چې د کلې په دې سړک به د امریکې مخلتف صدران په موټرو کې تلل راتلل چې پکې ائیزن هاور، جان ایف کینډي، جانسن، نکسن، ریگن او صدر بش لیدو خو هغه صدر براک اوباما نه دی لیدلی.

جان کنیئرډ وايي نورو صدرانو به کیمپ ډیوډ کې ډیر وخت تیرولو، دهفتې اخیره یا ویک اینډ ته به دلته راتلل، د کورنۍ او ماشومانو دپاره دا بهترین ځائې دی، هر قسمه مشغولتیه لري خو صدر اوباما په څه وجه ددې نه گټه نه پورته کوي.

صدر اوباما زیاتره شیکاگو او د امریکېې هوائي جزیرې ته ځي او که چرې کیمپ ډیوډ ته ځي هم نو اکثر سفر په هیلې کاپټر کې کوي.

هم دا وجوهات دي چې د جیرلډ فریز د سرائې، کوزي ان، د شان و شوکت ورځې شپې په ختمیدو دي. د سرائې هغه شرابخانه چرته چې به پخوا د وائټ هاوس لوړ رتبه افسرانو، خارجي معزیزنو او صحافیانو خپله تنده ماتوله او استراحت به يي کولو، اوس شاړه پرته ده.

د برطانيي پخواني وزیراعظم وینسټن چرچل چې د یو سپائې په توگه يي د ژوند څه ورځې شپې د برطانوي راج په وخت د ملاکنډ د غره په یو چیک پوسټ هم تیرې کړې دي، د کیمپ ډیوډ په دې سرائې کې يي د بیر (شرابو یو قسم) د او د برگر نه خوند اخیستی دی.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري اراده لري چې د افغان صدر اشرف غني او د عبدالله عبدالله سره د ملاقات انتظام کیمپ ډیوډ کې وکړي. جیرلډ فریز ته دغه غونډې په هلکه نه وه معلومه خو په خفگان يي وویل تر هغه وخت پورې به يي د سرائې دروازې نه وي خلاصې، گنې نو د سر مشرانو سره د راغلو چارواکو میلمسیته به يي کړې وه.

جیرلډ فریز په خفگان وايي چې تر څو افغان صدر کیمپ ډیوډ ته رارسي تر هغه وخت پورې به يي د سرائې ډروازې تړل شوي وي. خو هغه د غونډې د کامیابۍ دپاره نیکې هېلې څرگندې کړې او وې ویل د دنیا د مسلو حل کولو دپاره مشرانو ته ډیر کار کول دي.

په نړۍ کې امن دپاره د کمیپ ډیوډ د کوزي ان سرائي په غیر مستقیمه ډول خدمات سر ته رسیدونکې دي.

خو د کیمپ ډیوډ نوم به په ډیرو حوالو بیا هم اخیستل کیږي چې پکې د منځني ختیز د اسرائیل او فلسطینیانو مسله هم شامله ده. په دې هکله کیمپ ډیوډ کې تاریخي غونډې او مذاکرات شوي دي.

کال ١٩٧٨ کې د هغه وخت د مصر انواراسادات او د اسرائیلي وزیراعظم مېناخم بی گن د دواړو هیوادونو ترمنځ د امن معاهده په کیمپ ډیوډ کې لاس لیک کړه. د معاهدې په سر د ١٩٧٨ د امن نوبیل انعام دواړو مشرانو ته په شریکه ورکړی شو.

ددې ورسته په کال ٢٠٠٠ م کې د امریکې پخواني صدر بل کلنټن په منځني گړیتوب د اسرائیل وزیراعظم ایهود براک او فلسطیني مشر یاسر عرفات ١٥ ورځې کیمپ ډیوډ کې مذاکرات وکړل. نړۍ د فریقینو ترمنځ د معاهدې په انتظار وه خو خبرې اترې په ناکامۍ ختمې شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG