لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اړې گړې ورسته د امرېکې بالټېمور ښار کې د شپې گرځ بندیز، کرفیو


ښار کې د نهې یا سه شنبې په ورځ د سحر خیزۍ نه وړاندې پورې اور وژونکو په بیلا بیلو برخو کې په ودانیو لگیدلی اورونه مړه کول
ښار کې د نهې یا سه شنبې په ورځ د سحر خیزۍ نه وړاندې پورې اور وژونکو په بیلا بیلو برخو کې په ودانیو لگیدلی اورونه مړه کول

د میرې لینډ ریاست بالټیمور ښار کې د یو ٢٥ کلن افریقائي یا تور پوستکې کس د جنازې ورسته فسادات شوي دي، ښار کې امن او امان پرځائې کولو دپاره اضافي امنیتي ځواکونه پرځائې کړی شوي او د یوې هفتې دپاره د شپې د وخت کرفیو یا گرځ بندیز لگولی دی.

فریډي گری دا میاشت د پولیس په ولکه کې د زخمونو دلاسه ساه ورکړې وه.

د میرې لینډ گورنر یا والي لیري هوگن بالټېمور کې د بیړني حالاتو اعلان کړی دی او د نهې یا سه شنبې په ورځ د ښار سرکاري سکولونه يي د تړلو اعلان کړی.

د بالټیمور میئر یا ښاروالې سټفني رولنگز بلیک ښار کې اړی گړی د بالټېمور د تاریخ "توره ورځ" گرځولې ده د یوې هفتې دپاره يي ښار کې د شپې په وخت کرفیو یا گرځ بندیز پرځائې کړی دی.

ښار کې د نهې یا سه شنبې په ورځ د سحر خیزۍ نه وړاندې پورې اور وژونکو په بیلا بیلو برخو کې په ودانیو لگیدلی اورونه مړه کول.

ښار کې اړی گړی هغه وخت شورو شو چې په سلگونو د سکول ماشومان د سکول نه ورسته د یو شاپنگ مال په لورې روان شول او بیا شا او خوا علاقو کې خواره شول او په تشدد يي لاس پورې کړو. په حالاتو قابو موندل د پولیس د وس نه بهر شول.

احتجاج کونکو گڼ شمیر کاروبارونو او موټرو ته اور واچولو او په پولیس يي کاڼې، خښتې، بوتلې او نورو شیان اورول. د پولیس یو افسر وویل ١٥ پولیس افسران زخمیان شوي دي چې شپږ پکې هسپتال کې داخل کړی شوي دي. تر ٢۴ پورې مظاهره چیان گرفتار شوي دي.

د فریډي گری مور، گلوریه ډارډن، په مظاهره چیانو د پرامنه اوسیدو غږ کړی دی. د گل یا دوشنبې په ورځ دپاره خپل غږ کې میرمن گلوریه وویل "زه غواړم چې تاسو ټول ځما زوي دپاره انصاف وغواړۍ، خو دې رنگ يي مه کوۍ، ښار مه ورانوۍ...دا کار غلط دی."

د فریډي گری د جنازې دپاره په زرگونو خلک جمه شوي وو. د هغه مرگ ورستۍ واقعه ده د پولیس او د اقلیتي ټولنې غړو ترمنځ د لیدن په اړه يي پوښتنې راپورته کړې دي.

د دې میاشت په ١٢ مه نیټه د پولیس د گرفتارۍ په وخت د فریډي گری د ملا هډوکی سخت زخمي شوی وو. د چارواکو په وینا په پولیس موټر کې بوتلو په وخت هغه سم نه وو کښېنول شوی. د پولیس مشر ویلي پولیس افسرانو ته دا احساس ډیر ورسته وشو چې فریډي د دمې مریض دی.

شپږ پولیس افسران چې د فریډي گری په گرفتارۍ کې شامل وو، په رخصتۍ لیږلی شوي دي.

د امریکې مشرې سرکا‏ري وکیلې اټرني جنرل، لوریټا لنچ، چې د گل یا دوشنبې په ورځ يي د چوکۍ سوگند پورته کولو څو گنټې ورسته، کله چې بالټېمور کې فسادات شورو شول، صدر براک اوباما سره يي په وائټ هاوس کې لیده کاته وکړل. د ملاقات ورسته خپل بیان کې هغې دبالټیمور کې د تشدد غندنه وکړه. هغه وویل تشدد د مخنیوي، خلکو ته تحفظ ورکولو او د اړي گړي د تحقیقاتو دپاره به د انصاف وزارت ټول وسائل استعمالولی شي.

د انصاف وزارت او وفاقي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي ايي د گری د وژنې د شهري حقوقو په اړه تحقیقات شورو کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG