لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان، پاکستان کې دې زنانه ؤ ته د تعلیم زیاتې موقعې ورکړی شي


د وائس اف امریکا ډیوه سره خصوصي مرکه کې کیترین په افغانستان او پاکستان کې د زنانه ؤ سره تړلې په مختلفو موضوعاتو د خپلو خیالاتو څرگندونه وکړه
د وائس اف امریکا ډیوه سره خصوصي مرکه کې کیترین په افغانستان او پاکستان کې د زنانه ؤ سره تړلې په مختلفو موضوعاتو د خپلو خیالاتو څرگندونه وکړه

د میرمنو د پرمختگ او حقوقو دپاره د امریکې نړې والې سفیرې کیترین رسل ویلي افغانستان او پاکستان کې ډیرې زنانه د خپلې ټولنې په پرمختگ کې خپل رول لوبول غواړي خو پکار ده چې په ټولنیز ژوند کې ښځو ته زیاتې موقعې ورکړې شي.

د وائس اف امریکا ډیوه سره خصوصي مرکه کې کیترین په افغانستان او پاکستان کې د زنانه ؤ سره تړلې په مختلفو موضوعاتو د خپلو خیالاتو څرگندونه وکړه.

د افغانستان پاکستان سیمې زنانه ؤ ته د تعلیم ضرورت

میرمن کیترین وايي امریکا په ټولنه نړۍ کې د زنانه ؤ سره په تړلو موضوعاتو نظر ساتي او هم په دې لړ کې د افغانستان او پاکستان سېمه هم د توجه مرکز دی او دا چې که په دغه هیوادونو کې زنانه خپل کردار ادا کړي نو پرمختگ کولی شي خو پکار ده چې زنانه ؤ ته موقعې ورکړی شي او جینکۍ په تعلیم سنبالې شي ددې مثال لکه د یوې لوب ډلې یا د ټیم دی. یو ټیم تر هغه وخت پورې سمه مقابله نشې کولې ترڅو يي د ټیم ټول غړي وو نه لوبیږي.

نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ

د ملاله یوسفزۍ په اړه میرمن کیترین رسل وویل هغه یوه تکړه او زړه وره پیغله ده او هغې ته د کلکې ارادې او د جینکو د صلاحیتونو د علامت په توگه کتنه کوي چې ددغه صلاحیتونو اهمیت تسلیمول او دا یقیني کول چې دوي هم د ژوند په زغل کې شاملې دي خو ځېنې خلک ددې نه ویره محسوسوي او ملاله ددې ثبوت هم دی.

د افغانستان زنانه د هیواد په ترقۍ کې رول غواړي

د افغان زنانه ؤ په اړه میرمن کیترین وايي هغې په افغانستان کې د یو سکول دوره وکړه چرته چې جینکۍ اوسیدې، دغه جینکۍ متاثر کونکې وې او د ائنده په هکله خوش بینه وې او ددې خبرې احساس ورسره وو چې خپل ملک دپاره ډیر خدمات ترسره کولی شي.

د زنانه ؤ نړې والې مسلې او د امریکا کردار

میرمن کیترین وايي ټولې نړۍ کې زنانه د مختلفو مسلو سره مخ دي چې پکې ښځو ته په اقتصاد کې د شرکت اخیستلو په لاره خنډان هم شامل دي. هغه وايي زنانه بینک نه د قرض اخیستلو، منډۍ ته د رسائي او د صلاحیتونو د زیاتولو غوندې مدونو کې د مشکلاتو سره مخ کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG