لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د افغانستان نوی صدر اعلان شو


حامد کرزي په معاهدې د خپلې خوشحالۍ څرگندونه وکړه او ددې هرکلی يي وکړو. هغه وویل خوشحاله دی چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د هیواد د پرمختگ او ترقۍ په خاطر د نوي حکومت په جوړښت موفته ترلاسه کړه
حامد کرزي په معاهدې د خپلې خوشحالۍ څرگندونه وکړه او ددې هرکلی يي وکړو. هغه وویل خوشحاله دی چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د هیواد د پرمختگ او ترقۍ په خاطر د نوي حکومت په جوړښت موفته ترلاسه کړه

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د هیواد د خزانې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی نوی منتخب شوی صدر اعلان کړو.

د انتخابي کمیشن د اعلان نه وړاندې اشرف غني احمدزي او انتخاباتو کې د هغه حریف عبدالله عبدالله د انتخاباتو په سر راپورته شوي لانجه په ختمولو او د ملي حکومت په جوړولو اتفاق ترلاسه کړو او ملي وحدت حکومت په جوړولو يي موفقه ترلاسه کړه.

د تیرو دریو میاشتو راهسې په سیاسي اختلافاتو کې ښکیل صدارتي امیدوارانو د ملي وحدت حکومت دپاره لوظنامه د موجوده صدر حامد کرزي په موجودگۍ کې لاس لیک کړه.

حامد کرزي په معاهدې د خپلې خوشحالۍ څرگندونه وکړه او ددې هرکلی يي وکړو. هغه وویل خوشحاله دی چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د هیواد د پرمختگ او ترقۍ په خاطر د نوي حکومت په جوړښت موفته ترلاسه کړه.

واشنگټن کې وائت هاوس یا سپېنې ماڼۍ هم افغانستان کې د سیاسي مفاهمت هرکلی وکړو. د سپېنې ماڼئ بیان وايي "معاهده افغانستان دپاره دا اهمه موقعه په ډاگه کوی چې هیواد کې یوالی او ثبات مخ په زیاتیدو دی." بیان د افغانستان په سیاسي، مذهبي او د مدني مشرانو غږ کړی چې د معاهدې ملاتړ دې وکړي.

د افغانستان د صدرات دواړو امیدوارانو اراده څرگنده کړې چې امریکې سره به د امنیت دوه اړخیزه تړون لاس لیک کوي چې د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو دپاره به قانوني چوکاټ برابروي.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري هم د افغانستان د صدارتي لانجې په حل تسلي څرگنده کړه. هغه وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ معاهده به د همکارۍ نوی باب پرانځي.

ویل کیږي چې د کال ٢٠١۴ د ختمیدو سره سم به افغانستان کې د امریکې جنگي کردار سرته ورسیږي خو امریکا به افغانستان سره خپل عسکري کومک جاري ساتلو دپاره هم په یوه شمیره کې عسکر پرځائې کوي. دغه عسکر چې غیر جنگي کردار به لري شمیره يي شا او خوا ١٠٠٠٠ ښودل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG