لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر د واشنگټن سفر په وخت د پاکستان په کردار واضحه خبرې شوي


خارجه وزارت ودانۍ کې یو بریفنگ په وخت ډیوه راډیو پوښتنو په ځواب کې خصوصي امریکائي استازي وویل چې پاکستان قبائیلي سیمه کې د ترهگرو جالې او افغانستان اړخته ددوي اوړیدل دا ښائي چې د افغانستان او پاکستان ترهگرۍ پرضد جگړه کې هدف شریک دی
خارجه وزارت ودانۍ کې یو بریفنگ په وخت ډیوه راډیو پوښتنو په ځواب کې خصوصي امریکائي استازي وویل چې پاکستان قبائیلي سیمه کې د ترهگرو جالې او افغانستان اړخته ددوي اوړیدل دا ښائي چې د افغانستان او پاکستان ترهگرۍ پرضد جگړه کې هدف شریک دی

د پاکستان او افغانستان دپاره د امریکا خصوصي استازی ډینئیل فیلډمین وايي د افغان صدر اشرف غني څلور ورځني سفر په مهال په مختلفو کچو خبرو کې د طالبانو سره د جوړ جاړي په اړه د پاکستان په کردار په واضحه توگه خبرې اترې شوې دي.

د یو سوال په ځواب کې ډیوه راډیو ته يي وویل چې پاکستان هم دغه خبرو کې مثبت رول لوبول غواړي. ډینیئل فیلډمین وايي چې د طالبانو سره جوړ جاړي خبرو کې هند، چین او د ایران په رول هم بحث شوی دی.

ډیوه رایډیو ته يي وویل چې شمالي وزیرستان کې روان پوځي عملیات گټه بلي که څه هم پاکستان پوځ او قبائیلي خلکو ددې لپاره غټ قیمت ادا کړی دی په خاصه توگه هغه بې کوره خلک چې دا وخت د گډوالۍ ژوند کوي. خارجه وزارت ودانۍ کې یو بریفنگ په وخت ډیوه راډیو پوښتنو په ځواب کې خصوصي امریکائي استازي وویل چې پاکستان قبائیلي سیمه کې د ترهگرو جالې او افغانستان اړخته ددوي اوړیدل دا ښائي چې د افغانستان او پاکستان ترهگرۍ پرضد جگړه کې هدف شریک دی.

په دې موقع د یوایس ایډ چارواکې لیري سیمپلر دغه خبري غونډې ته وویل چې د کال ٢٠١٦ ورسته به هم افغانستان سره امریکا خپلې مالي مرستې جاري ساتي. نوموړي وویل ٨٠٠ میلنه ډالره امداد به راتلونکې پنځه کالو کې مختلفو مدونو کې خرڅ کوي. سیمپلر وویل چې د افغانستان طالب علمانو دپاره يي تعلیمي وظیفو کې يي ٥٠ فېصد اضافه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG