لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: د صدر اشرف غني د امریکې دوره د ملگرتیا نوی باب


افغان صدر اشرف غني، اجرائي ریئس عبدالله عبدالله صدر براک او د امریکې نائب جو بائډن سره وائټ هاوس کې لیده کاته کوي
افغان صدر اشرف غني، اجرائي ریئس عبدالله عبدالله صدر براک او د امریکې نائب جو بائډن سره وائټ هاوس کې لیده کاته کوي

د افغانستان صدر اشرف غني د امریکې د سفر په مهال وائټ هاوس، سپینه ماڼۍ، کې صدر براک اوباما سره د سه شنبې یا نهې په ورځ لیده کاته وکړل او دواړو مشرانو افغانستان کې د امنیت، جنگ ځپلې هیواد کې د سولي په کوښښونو او افغانستان کې د امریکائي ځواکونو د پرځائې کولو په موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د رسمې ملاقات ورسته، دواړو صدرانو مشترکه خبري کانفرنس ته وینا وکړه او براک اوباما افغانستان سره د دوامداره مرستو ‏ژمنه وکړه. هغه وویل د صدر اشرف غني امریکا ته سفر د دواړو هیوادونو په تعلقات کې نوی باب دی.

صدر اوباما زیاته کړه د صدر اشرف غني د امریکې سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ بیا قوي شوي ملگرتیا او همکاري به ډاگه کوي.

افغانستان کې د امریکائي ځواکونو په اړه، براک اوباما وویل امربکا به د سږ کال تر اخیره پورې افغانستان کې د ٩٨٠٠ عسکر پرځائې ساتي او دا فیصله يي د افغان صدر په غوښتنه کړې ده. "افغانستان اوس هم خطرناک ځائې دی،" براک اوباما وویل.

صدر اوباما وویل افغان حکومت کې اصلاحاتو او هیواد کې د سولي دپاره د صدر اشرف غني د کوښښونو ستائنه وکړه. هغه وویل افغانستان کې د امن د پاره د مفاهمت او سیاسي حل ملاتړ کوي.

امریکائي صدر وویل طالبان په سیاسي عمل کې شاملیدی شي که چرې د القاعده نه ځان بیل کړي، تشدد نه لاس په سر شي، او د افغانستان قوانین او د ښځو حقوق ومني.

صدر اوباما پاکستان سره د تعلقاتو بهتر کولو دپاره د صدر اشرف غني د کوښښونو ستائنه وکړه.

صدر اوباما افغانستان کې د ملي وحدت حکومت ستائنه وکړه او د افغانستان اجرائي ریئس عبدالله عبدالله نوم يي واخیستو او د هغه د کردار ستائنه هم وکړه.

خبري کانفرنس ته په خپل نوبت وینا کې، صدر اشرف غني افغانستان کې د ځان قرباني ورکونکو ٢٠٠٠ نه زیاتو امریکائي عسکرو قربانیو ته پیرزونې وړاندې کړې.

افغان صدر صدر براک اوباما او امریکائي چارواکو ته د هغوي په میلمسیتا کولو شکریه ادا کړه.

افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په قیامولو کې صدر اشرف غني د امریکې د خارجه وزیر جان کیري په خصوصي توگه شکریه ادا کړه. افغان صدر وویل افغانستان کې د ملي وحدت حکومت ښائي افغانان قامي گټو دپاره د شخصي مفاداتو ته تیریدی شي.

صدر براک اوباما سره د سه شنبې په ورځ د ملاقات وړاندې، صدر اشرف غني او د افغانستان اجرائي رئیس عبدالله عبدالله د گل یا دوشنبې په ورځ واشنگټن کې لوړ رتبه امریکائي مامورینو سره خبرې اترې وکړي چې پکې خارجه وزیر جان کیري هم شامل وو. جان کیري افغان مشرانو سره خبرې اترې گټه ورې وگرځولې.

د امریکائي او افغان رهنماو د مذاکراتو مقصد د دواړو هیوادونو تعلقات بهتر کول دي چې د تیرو ١۴ کلونو جنگ او د پخواني صدر حامد کرزي د وخت د راهسې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

د گل یا دوشنبې په ورځ خبرو اترو کې امرېکائي چارواکو امنیت په اړه د صدر اشرف غني اندیښنو ته پام وگرځولو. دا په داسې مهال چې افغانستان کې سپرلی شورو شوی او د ژمې په ختمیدو حکومت مخالف طالبان خپلو حملو کې چټکتیا راولي0.

افغانستان کې ثبات یقیني کولو په خاطر، امریکا اعلان کړی چې کال ٢٠١٧ پورې د افغانستان د امینتي ځواکونو شمیره ٣٥٠،٠٠٠ حد پورې ساتلو دپاره به کانگرس نه د نورې پنگې غوښتنه کوي.

امریکائي او افغان چارواکو په دې خبره هم اتفاق ترلاسه کړی دی چې د ٨٠٠ میلینه ډالرو اقتصادي امداد ترلاسه کولو دپاره به د افغانستان حکومت گڼ شمیر اصلاحات سر ته رسوي. د اصلاحاتو په بدل کې د مالي امداد تجویز افغان چارواکو وړاندې کړی دی.

په موجوده وخت کې افغانستان کې ٩٨٠٠ امریکائي عسکر پرځائې دي چې د افغان ځواکونو د تربیي او صلاح مشورې دنده ترسره کوي. صدر برا ک اوباما اعلان کړی چې د سږ کال اخیره پورې به د امریکائي ځواکونو دغه شمیره ٥٥٠٠ ته راکمه کړی شي او نور کمی به تر د کال ٢٠١٧ پورې کولی شي کله چې به د هغه د صدارت میعاد هم ختمیږي.

صدر اشرف غني غوښتنه کړې او امریکا ورسره منلي چې افغانستان کې د امریکائي ځواکونو کمولو پروگرام دې وځنډولی شي.

ښاغلي غني ویلي دا غوښتنه يي د "خطرناک ماحول" او سېمه کې د داعش د موجودگۍ په تناظر کې کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG