لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما افغانستان کې د سیاسي ثبات غوښتنه کړې


د جون په ١۴مه نیټه د صداراتي انتخاباتو د دویم پړاو په ابتدائي نتجیو کې اشرف غني احمدزۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله نه په لسو لکو ووټونه وړاندې دی. خو عبدالله عبدالله وايي انتخابات هغه گټلې او په درغلۍ جوړ حکومت به نه مني
د جون په ١۴مه نیټه د صداراتي انتخاباتو د دویم پړاو په ابتدائي نتجیو کې اشرف غني احمدزۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله نه په لسو لکو ووټونه وړاندې دی. خو عبدالله عبدالله وايي انتخابات هغه گټلې او په درغلۍ جوړ حکومت به نه مني

د امریکا صدر براک اوباما د افغانستان د صدارت دواړ امیدوارانو، ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزۍ، سره په ټېلې فون خبرې کړې دي او غوښتنه يي ترې کړې چې صدارتي انتخاباتو کې د درغلۍ تحقیقات مکمل کیدو او نتائجو راتلو ته دې انتظار وباسي.

دواړو امیدوارانو سره خبرو کې صدر اوباما دا خبرداری وکړو چې که چرې په تشدد لاس پورې کړی شو او یا غیر ائیني اقدامات پورته کړی شول نو په نتیجه کې به يي افغانستان سره د امریکې مرستې غوسې شي.

د افغانستان د صدارتي انتخاباتو په سر راپورته شوي لانجې په لړ کې د امریکې خارجه وزیر جان کیري د جمعې په ورځ کابل ته رسېدونکی دی. هغه به کوشش کوي چې د سیاسي لانجې حل راویستل شي.

د جون په ١۴مه نیټه د صداراتي انتخاباتو د دویم پړاو په ابتدائي نتجیو کې اشرف غني احمدزۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله نه په لسو لکو ووټونه وړاندې دی.

خو عبدالله عبدالله وايي انتخابات هغه گټلې او په درغلۍ جوړ حکومت به نه مني. هغه د متوازي حکومت جوړولو دړکه هم کړې ده خو امریکائي چارواکو پرې سخت ردعمل ښودلی دی. عبدالله عبدالله ویلي د بل څه اقدام اخیستلو نه وړاندې به جان کیري سره د لیده کاته انتظار کوي.

د دویم پړاو د انتخاباتو ابتدائي یا لومړني نتائج د گل په ورځ اعلان شوي دي.

افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي جیمز ډابنز د ابتدائي نتیجو اعلان د وخت نه وړانډې گام گرځولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG