هغه څلور افغانان چې د امریکې په گوانټانامو زندان کې قید وو، ازاد کړی شوي دي او خپل هیواد ته ستانه کړی شوي دي.
امریکائي چارواکې وايي څلور واړه کسان د افغانستان نوي صدر اشرف غني باندې د اعتماد څرگندولو په لړ کې ازاد کړی شوي دي.
کابل کې د امریکې سفارتخانې یو بیان کې ویلي امریکا په نوي حکومت مکمل اعتماد لري چې ازاد کړی شوي کسانو لخوا به څه خطر نه رامېنځته کیږي او دا چې د افغانستان حکومت به دغه کسانو سره ښه سلوک وکړي.
د افغانانو نه وړاندې شږ نور کسان هم د گوانټانامو نه ازاد کړی شوي دي او یوراگوائې کې ابادیدو دپاره لیږلی شوي دي.
گوانټانامو کې دا وخت ١٣٢ قیدیان موجود دي. کال ٢٠٠٩ کې براک اوباما د صدارت ترلاسه کولو په وخت زندان کې ٢۴٢ کسان موجود وو. صدر براک اوباما د زندان تړلو ژمنه کړې وه خو د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ لخو د مخالفت په سبب کامیاب نشو.