لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني: افغانستان به د القاعده قبرستان گرځي


د امریکې د سفر په یو بل اهم پړاو کې افغان صدر د کانگرس د دواړو ایوانونو، ایوان نمائندگان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز او ایوان بالا، سینټ، مشترکه غونډې ته خپله وینا کې افغان صدر د خپل جنگ ځپلې هیواد د تیرو وختون، موجوده او ائنده په حالاتو په تفصیل خبرې وکړي. د کانگرس غړو به ورته وخت په وخت لاسوه پړکول او کله به ودریدل او لاس به يي پړکول
د امریکې د سفر په یو بل اهم پړاو کې افغان صدر د کانگرس د دواړو ایوانونو، ایوان نمائندگان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز او ایوان بالا، سینټ، مشترکه غونډې ته خپله وینا کې افغان صدر د خپل جنگ ځپلې هیواد د تیرو وختون، موجوده او ائنده په حالاتو په تفصیل خبرې وکړي. د کانگرس غړو به ورته وخت په وخت لاسوه پړکول او کله به ودریدل او لاس به يي پړکول

د افغانستان صدر اشرف غني د امریکې د کانگرس غونډې ته وینا کې ترهگرۍ خلاف جنگ کې د خپل هیواد د ملاتړ ژمنه وکړه او وې ویل افغانستان به د القاعده قبرستان وي، چې هغه تاریخي حوالې ته اشاره ده چې د افغانستان په خاوره ماتی خوړلو په وجه هیواد د مخلتفو سلطنتونو قبرستان گرځېدلی دی.

د امریکې د سفر په یو بل اهم پړاو کې افغان صدر د کانگرس د دواړو ایوانونو، ایوان نمائندگان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز او ایوان بالا، سینټ، مشترکه غونډې ته خپله وینا کې افغان صدر د خپل جنگ ځپلې هیواد د تیرو وختون، موجوده او ائنده په حالاتو په تفصیل خبرې وکړي. د کانگرس غړو به ورته وخت په وخت لاسوه پړکول او کله به ودریدل او لاس به يي پړکول.

صدر اشرف غني د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو، ددې ورسته افغانستان کې د امریکائي ځواکونو کاروائي او د طالبانو د ماتی د حالاتو ذکر وکړو. امریکائي کاروائي په نتیجه کې هغه وویل طالبان د ښارونو نه وتل او مشران يي پاکستان ته لاړل. پاکستان په خپله خاوره د طالب مشرانو د موجودگۍ خبره ردوي.

افغان صدر خپل تقریر کې په وار وار د کال ٢٠٠١ ورسته افغانستان سره د امریکائي امداد شکریه ادا کړه. هغه افغانستان کې د ٢٠٠٠ نه زیاتو امریکائي عسکرو ته هم پیرزونې وړاندې کړې چې افغانستان کې يي ژوند دلاسه ورکړی دی او یا يي اندامونه بیللی دي.

ښاغلي غني وویل ځېنې هیوادونه د لنډې مودې مفاداتو دپاره د ترهگرۍ ملاتړ، مالي وسائل او پناه ورکوي. هغه پاکستان ته اشاره ونه کړه خو د پاکستان په ځېنې ریاستي ادارو وسله والو سره د روابطو الزامات لگول کیږي. پاکستان ددې ردونه کوي.

افغان صدر وویل ترهگرۍ خلاف د نړۍ په جنگ کې افغانستان د سرخط یا فرنټ لائن کردار ادا کوي. هغه وویل افغانستان به د القاعده او د شبکې خارجي مرستیالانو قبرستان گرځي او ترهگر به بیا کله هم هلته پناه نه مومي.

منځني ختیز کې راپورته شوي وسله والې ډلې داعش د ذکره په حواله ښاغلي غني وویل اسلامي نړۍ ته پکار ده چې ددغه ډلې خلاف خپل اواز راپورته کړي. هغه وویل نړۍ په اړه د اسلامي نړۍ خاموشي نشې زغملی.

اشرف غني وویل د افغان امنیتي ځواکونه اوس دفاعي حال نه د جارحیت ډگر ته اوړیدلې دي او که چرې دا وخت د طالبانو سره مذاکرات کیږي نو دا خبرې اترې به د کمزورۍ نه بلکه د طاقت نخښه وي.

هغه وویل افغانستان ترهگرۍ خلاف خپله ازادي د امریکې په مرسته ترلاسه کړې ده او افغانان ددې مشکور دي.

افغان صدر هیواد کې د کال ٢٠٠١ راهسې شوو پرمختگونو ذکر هم وکړو او د خپل حکومت د اصلاحاتو حواله يي هم ورکړه. هغه وویل اداري فساد د حکومت لویه مسله ده او د مخنیوي دپاره يي گامونه اخیستل کیږي.

هغه ویل افغانستان ترقي نشې کولی ترڅو يي زنانه هم د ریاست په دنده کې ونډه وانخلي. هغه وویل کال ٢٠٠١ کې طالبانو د واک نسکوریدو په وخت یوه زنانه هم سکول ته نشوه تللی خو دا وخت په ټول هیواد کې د درې میلینه نه زیاتې زنانه سکولونو ته ځي. هغه وویل حکومت به د زنانه ؤ مساوي حقوق، تعلیم او اقتصاد کې د هغوي برخه اخیستل یقیني کوي. د سیاست په میدان کې، افغان اولس مشر زیاته کړه چې یوه ورځ به داسې هم راشي چې یوه زنانه به د هیواد صدره وټاکلی شي.

صدر اشرف غني د خپل هیواد د ائنده ذکر وکړو. هغه وویل هیواد يي په خطرناک گاونډ کې پروت دی او د مخکې تگ لار همواره نه ده خو افغانستان په خپلو پښو ودریږي او تل به د نورو امداد ته اړ نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG