لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې ددفاع نوي وزیر د جنوبي افغانستان دوره کړې ده


ایشټن کارټر به امریکائي عسکرو سره هم ویني. دا وخت افغانستان کې شا او خوا ١٠٠٠٠ امریکائي ځواکونو پرځائې دي
ایشټن کارټر به امریکائي عسکرو سره هم ویني. دا وخت افغانستان کې شا او خوا ١٠٠٠٠ امریکائي ځواکونو پرځائې دي

په راتلونکو دواؤ کلونو کې افغانستان نه د امریکائي ځواکونو ستنولو په اړه امریکائي پوځي افسرانو د صلاح مشورې دپاره د امریکې نوي دفاع وزیر ایشټن کارټر د اتوار یا شنبې په ورځ د جنوبي افغانستان دوره وکړه.

د افغانستان د دورې په دویمه ورځ، ایشټن کارټر کابل نه د قندهار ته سفر وکړو. یوه ورځ وړاندې هغه کابل کې امریکائي پوځي ماموینو او افغان چارواکو سره لیده کاته وکړل.

قندهار کې به د امریکې نوي دفاع وزیر ته امریکائي او افغان چارواکې افغان ځواکونو ته د تربيي په لړ کې د پرمختگ حال ورکوي.

ایشټن کارټر ویلي امریکا د ترهگرۍ خلاف خپلې تگ لارې ته بیا کتنه کوي چې پکې دا خبره هم شامله ده چې آیا افغانستان نه د ځواکونو ویستلو رفتار سست کړي او که نا؟ په داسې حال چې افغان ځواکونو د هیواد د امنیت ذمه وارۍ په غاړه اخېستې، امریکائي ځواکونو د جنگ نه خپل د افغان ځواکونو تربيي ته اړولی دی.

امریکائي وزیر وویل په دې موضوع به نور خبرې په راتلونکې میاشت کې امریکې ته د افغان صدر اشرف غني د دورې په وخت کولی شي.

ایشټن کارټر د اشرف غني سره هم لیده کاته کړې دي او افغانستان نه د خارجي ځواکونو او طالبانو خلاف د جنگ په موضوع يي خبرې اترې کړې. اشرف غني ویلي دا وخت طالبانو سره د امن امکانات د تیر وختونو په مقابله کې ښه شوي دي. هغه په دې اړه څه تفصیل نه دی وړاندې کړی. هغه وویل معاملات په مثبت اړخ روان دي خو هغه وخت نه وړاندې د څه ویلو نه ډډه کوي.

ایشټن کارټر به امریکائي عسکرو سره هم ویني. دا وخت افغانستان کې شا او خوا ١٠٠٠٠ امریکائي ځواکونو پرځائې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG