لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي جرنیل: د افغان ځواکونو په تلافاتو کې اضافه شوي


د معاهدې د لاس لیک کیدو څو ورځې ورسته د طالبانو ځانمرگي حمله کونکو کابل کې د افغان پوځ په مرکزونو بریدونه وکړل چې د هیواد د امنیت کړکیچن صورتحال په ډاگه کوي
د معاهدې د لاس لیک کیدو څو ورځې ورسته د طالبانو ځانمرگي حمله کونکو کابل کې د افغان پوځ په مرکزونو بریدونه وکړل چې د هیواد د امنیت کړکیچن صورتحال په ډاگه کوي

افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیپمبل ویلي په ورستۍ موده کې طالبانو سره جگړه کې د افغان ځواکونو تلافات زیات شوې دي.

جنرل کیپمبل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل سږ کال د اووه زره نه تر نهه زورو پورې افغان عسکر د وسله والو مخالفینو سره جنگ کې ژوبل یا وژل شوې دي چې د تیر کال په مقابله د افغان عسکرو په تلافاتو کې اضافه ده.

خو جنرل کیمپبل وویل د تلافاتو باوجود افغان ځواکونو د طالبانو خلاف گټې ترلاسه کړې دي په خصوصي توگه هلمند کې چرته چې امریکائي جرنیل ووی په ورستۍ ورځو کې سختې جگړې شوې دي.

افغان عسکرو ته د تلافاتو په هکله امریکائې پوځي چارواکې وینا په داسې مهال کړې امریکا او افغانستان د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې امریکائي عسکر پرځائې کولو دپاره د امنیت دوه اړخیزه معاهده لاس لیک کړې ده. د معاهدې د لاندې به شا او خوا ١٢٠٠٠امریکائي او نیټو عسکر افغانستان کې موجود وي او د افغان امنیتي ځواکونو تربیه به کوي. خارجي عسکر به د القاعده وسله وال هم په نښه کوي.

بي ایس ای یا بائلیټرل سکیورټي ایگریمنټ د افغانستان نوي صدر اشرف غني د صدارت چوکۍ سنبالولو یوه ورځ ورسته لاس لیک کړی شو.

صدر اشرف غني وايي د یو ازاد وطن په توگه چې د خپلو قامي مفاداتو نه خبر دی دا معاهده يي د ثبات دپاره او په روغ نیت د اولس د سوکالۍ دپاره لاس لیک کړه.

خو د معاهدې د لاس لیک کیدو څو ورځې ورسته د طالبانو ځانمرگي حمله کونکو کابل کې د افغان پوځ په مرکزونو بریدونه وکړل چې د هیواد د امنیت کړکیچن صورتحال په ډاگه کوي.

د امریکا یو ایس انسټیټیوټ اف پیس تجزیه کار اینډریو وائلډر وايي د افغانستان د امنیت وضعه ښه نه ده.

اینډریو وائلډر وايي د امنیت صورتحال خراب دی او نور هم خرابیږي خو اوس چې نوی حکومت جوړ شوی او سیاسي ثبات راغلی نو دا ضروري ده چې توجه د امنیت صورتحال بهتر کولو ته وگرځولی شي.

تجزیه کار وايي لکه د کال ٢٠٠٣ عراق کې د امریکې پوځي کاروائي افغانستان نه توجه وا ړوله هم دغه رنگ اوس د افغانانو توجه عراق او شام کې د دولت اسلامي وسلې والې ډلې نیولې ده.

په ورستیو میاشتو کې طالبانو هم افغانستان کې ډیر پرمختگ کړی دی چې د افغان امنیتي ځواکونو صلاحیت په هکله يي پوښتنې راپورته کړې دي.

د کابل په کوڅو کې د جنگ نه بیزاره عام خلک خوشحال دي چې خارجي ځواکونه به يي هیواد موجود وي. د کابل اوسیدونکی محمد اکبر وايي افغانستان او افغانان چې د امنیت او اقتصاد کومو مسلو سر مخ دي د هغې دپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د معاهدې ډیر ضرورت وو.

د افغانستان زیاتره ائنده گاونډي هیوادونو او په خصوصي توگه پاکستان سره تعلقاتو ته اړتیا لري.

جانان موسا زۍ پاکستان کې د افغانستان سفیر دی وايي د افغانستان د نوي حکومت توجه به یقیناً په دي وي چې ترهگرو ته په موثره توگه ماتی ورکړی شي.

د ترهگرۍ ورسته به د نوي افغان حکومت ترجیح اقتصاد بهتر کول وي چې تجزیه کار وايي دا وخت يي وضحه ډیره خرابه ده.

امریکائي چارواکې وايي د خارجي امداد پرته اداري فساد او د نشۍ توکو تجارت مخ په زیاتي دی.

اینډریو وائلډروايي خراب اقتصاد به د خرابو انتخاباتو نه هم زیات زیان من وي چې کله حکومت خپلو کارکونکو ته تنخاگانې نشي ورکولی، اولس ته بنیادي سهولتونه نشې ورکړی کیدی او یا اقتصادي بدحالي رامېنځته شي.

صدر اشرف غني طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړاندیز کړی دی خو هغه ویلي د مذاکراتو تجویز کمزوري وو نه گڼلی شي.

غربي هیوادونو لوظ کړی چې د کال ٢٠١٧ پورې به افغان امنیتي ځواکونو سره مالي کومک کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG