لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو د امریکې پولیس او ترهگرۍ ضد اقداماتو په اړه پوښتنې کړې


د میرې لینډ ریاست بالټیمور ښار کې پولیس خلاف د احتجاج یو منظر
د میرې لینډ ریاست بالټیمور ښار کې پولیس خلاف د احتجاج یو منظر

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو ادارې یو این هیومن رائټس کاونسل امریکا کې د مرگ سزا، پولیس لخوا د بې دریغه طاقت د استعمال او ترهگرۍ خلاف د هیواد د اقداماتو په اړه د امریکائي چارواکو نه سختې پوښتنې کړې دي.

جنیوا کې امریکائي چارواکې د گل یا دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د انساني حقونو اداره کې د امریکا کې د انساني حقوقو د صورتحال جاج اخیستلو په لړ کې حاضر شوي وو.

د امریکې د انصاف وزارت چارواکې جیمز کیډوگین د گڼ شمیر داسې پیښو حواله ورکړه چې پکې غیر مسلح افریقائي یا تورپوستکې امریکایان پولیس دلاسه وژل شوې دي. هغه وویل پکار ده چې شهري حقوقو بهتر کولو دپاره امریکا نور ښه کار وکړي.

یو این هیومن رائټس کاونسل امریکا کې د مرگ سزاگانو ته هم توجه وکړه، ځېنې هیوادونو غوښتنه وکړه چې امریکا دې د مرگ سزا ختمه کړي او ځېنو هیوادونو وویل امریکا باید دا یقیني کړي چې هغه قیدیانو ته د مرگ سزا ور نه کړی شي چې د ذهني ناروغو سره مخ وي.

امریکې ته کار دپاره راتلونکو مهاجرینو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې امریکائي پلاوي وویل د مهاجرینو حقونو د تحفظ دپاره هر ممکن گام پورته کولی شي چې پکې د ماشومانو د تحفظ اقدامات هم شامل دي.

ترهگرۍ خلاف د امریکې د اقداماتو په لړ کې د هیواد استخباراتي ادارې سي ايي ای د تفتیش طریقه کار په هکله هم یو نشست وشو. ددې نه علاوه گوانټانامو بی کیوبا کې د مشکوک ترهگرو زندان، ډرون او د قامي سلامتیه ادارې نیشنل سکیورټي ایجنسي په باره کې هم خبرې اترې وشوې.

برگیډئیر جنرل رچرډ گراس وویل گوانټانامو کې پرتو قیدیانو سره د قانون سره سم سلوک کولی شي. هغه وویل د صدر براک اوباما په حکومت کې د راتلو ورسته چې هغه د زندان د بندولو لوظ کړی، د قیدخانې د نېمې نه زیات بندیوان د هلته نه بهر منتقل کړی شوي دي.

برگیډیئر جنرل رچرډ گراس وویل ترهگرو خلاف د طاقت په استعمال کې امریکا د ډیر احتیاط نه کار اخلي او یوازې د ترهگرو مخصوص هدفونه په نښه کولی شي. هغه وویل ملکي خلک د زیان نه بچ کولو دپاره امریکائي ځواکونه د خپل وس نه زیات کوښښونه کوي.

د ملگرو ملتونو په اداره کې امریکا کې د انساني حقوقو د صورتحال د جاج اخیستلو او د سوال او جواب ورسته به یو رپورټ شائع کیږي او پکې به هغه تجاویز هم وي چې امریکا څه د کور دننه حالات سمولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG