لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلامتي کونسل په اسرائيل او حماس د جنگ بندۍ غږ کړی


يو لور ته سلامتي کونسل د اسرائيل او فلسطين ترمينځ د کشالې هوارولو هڅې کوي ، نو بل لور په غزه باندې د اسرائيل لخوا د حملو سلسله دوام لري .
يو لور ته سلامتي کونسل د اسرائيل او فلسطين ترمينځ د کشالې هوارولو هڅې کوي ، نو بل لور په غزه باندې د اسرائيل لخوا د حملو سلسله دوام لري .

د ملگرو ملتونو سلامتي کونسل د فلسطين او اسرائيل د عامو وگړو د وژنو ، او د هغويې ژوند د خطرو سره مخ کېدو باندې تحفظات وړاندې کړي ، او په اسرائيل او حماس باندې يې په فوري توگه د جنگ بندولو غږ کړی دی .

د خالي په ورځ جاري کړي خپل يو بيان کې سلامتي کونسل د فلسطين په غزه کې په روانو حالاتو او دواړو طرفونو ته د عامو خلکو ژوند ته په راپېښو ستونځو تخظات وړاندې کړي دي .

سلامتي کونسل يو بيان کې وئيلي چې د کونسل غړي د دواړو فريقو ، اسرائيل او حماس نه په اړي گړي جوړولو کې د کمي ، امن په ځايې ساتلو او د کال ۲۰۱۲م د نومبر په مياشت کې د شوې جنگ بندۍ د فعاليت غوښتنه کوي .

د غزه په حالاتو باندې د سلامتي کونسل د درې ورځو د روانو خبرو وروستو جاري شوي بيان کې غوښتنه شوي ، چې دواړه فريقه دې د عامو خلکو حفاظت او نړيوال قانون په سر کې وساتي .

د سلامتي کونسل غړو د فلسطين او اسرائيل ترمينځ نېغ په نېغه خبرو اترو د بحالۍ دپاره د خپل ملاتړ عزم څرگند کړی او وئيلي يې دي ، فريقېن دې په يوه داسې معاهده صلاح شي ، د کومې د لارې چې د دواړو هيوادونو ترمينځ د روانې شخړې حل راوځي .

د سلامتي کونسل لخوا د کوم بيان جاري کولو دپاره ضروري ده ، چې د کونسل ټول ۱۵ واړه غړي په دغې خبره يو وي .

په ملگرو ملتونو کې د فلسطين سفير رياض منصور وئيلي ، چې سلامتي کونسل په غزه باندې د اسرائيل د حملو ودرولو په لړ کې د شش وپنج ښکار دی .

د سلامتي کونسل لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان باندې د فلسطين سفير وئيلي ، چې دغه بيان د عرب ليگ ، اسلامي ملکونو د نمائنده تنظيم او ائي سي او نورو تړلو هېوادونو د تحريک لخوا د زور راوړو په ترڅ کې جاري کړی شوی دی .

په داسې حال کې چې يو لور ته سلامتي کونسل د اسرائيل او فلسطين ترمينځ د کشالې هوارولو هڅې کوي ، بل لور په غزه باندې د اسرائيل لخوا د حملو سلسله دوام لري .

راپورونه د فلسطين د چارواکو د خلې وايې غزه باندې د اسرائيل لخوا د پينځه ورځو په حملو کې نزدې ۱۵۰ کسان وژل شوي ، چې پکې زياتره عام خلک په نخښه شوي دي .

راپورونه وايي د اسرائيل جنگي الوتکو په منځنۍ غزه کې د خالي په ورځ يو جمات باندې بمباريي کړي ، او ادعا يې کړې ده چې په دغې جومات کې حماس وسله جمع کوله .

په غزه کې د انساني حقونو د يو تنظيم ترمخه په پينځه ورځو کې د اسرائيل د بمبارۍ په نتيجه کې غزه کې نهه جوماتونه او ۵۳۷ کوورونه تباه کړی شوي ، او يا ورته په غټه کچه زيان اوختی دی .

د اسرائيل د پوځ په وينا چې د پينځه ورځو په فضايي حملو کې يې د غزه د زرو نه زيات ځايونه په هدف کړي دي .

بل لور ته راپورونه وايي د غزه نه د حماس لخوا په اسرائيل باندې هم راکټې توغولی شي ، خو تراوسه پورې په اسرائيل کې د حماس په حملو کې د کومې وژنې خبر مخې ته نه دی راغلی . او د اسرائيل چارواکي وايي چې د حماس ۹۰ فيصده راکټې يې په هوا کې تباه کړي دي .

راپورونه وايي که څه هم په اسرائيل د راکټي حملو په نتيجه کې انساني زيان نه دی رامنځته شوی ، ولې د اسرائيل ښاري ژوند يې په ټپه ودرولی دی . او خلکو ته د ورځې څو ځله د راکټي حملو نه د بچ کېدو دپاره سائرنې غږولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG