لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیلي وزیراعظم ملگرو ملتونو کې ایران سره د معاهدې مخالفت کړی


د فلسطینی ادارې مشر صدر محمود عباس
د فلسطینی ادارې مشر صدر محمود عباس

ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ سالانه غونډې ته خپل تقریر کې اسرائیلي وزیراعظم شا او خوا نیمه گنټه په هغه معاهده په تنقید تیره کړه چې نړي والې ټولنې د جولائي په میاشت کې ویانه کې ایران سره لاس لیک کړې ده.

بینجمن نیټن یاهو وویل د تیرو شپږ میاشتو راهسې ایران خپل پوځ په مظبوطولو، د ترهگرو ډلو په مالي امداد او د شام صدر بشارالسد په ملاتړ اخته دی. اسرائیلي وزیراعظم وویل هم په دې شیږ میاشتو کې ایران د معاهدې په لړ کې نړي والې ټولنې سره په مذاکراتو کې ښکیل دی او غواړي چې په هیواد د غربي نړۍ لخوا لگول شوي اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شي.

نیجمن نیټن یاهو تپوس وکړو چې که ایران نه قدغنونه لرې شول نو نتیجه به يي څه وي؟ ددې په جواب کې هغه خپله وايي که چرې د ایران لاس ازاد کړی شول نو هیواد به لکه د ښکاري ځناور ېه ښکار سر شي او د یو ښکار نه پس به بل ښکار خوري.

بینجمن نیټن یاهو وویل ایران لگیا دی په اربونو ډالرې په وسله او سیټلائټ الاتو اخستلو خرچ کوي او تپوس کوي ایران ایا دا هر څه د امن د ودې دپاره کوي؟

ایران سره په معاهدې د تنقید ورسته، نیټن یاهو فلسطینیانو سره د تیرو٦٠ کلونو د شخړې ذکر وکړو. د لیکود پارټۍ د خپل حکومت په وخت کې نیټن یاهو فلسطینیانو سره د امن عمل بیا شورو کولو ته غاړه نه ده ایښودې.

خو ملگرو ملتونو ته تقریر کې هغه ددغه دریز نه پشا شو او وې ویل فلسطینانو سره د امن مذاکراتو بیا شورو کولو ته تیار دی.

وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د تپوس په انداز کې وویل اسرائیل څه رنگ مذاکرات کولی شي چې فلسطینیان په د مذاکراتو په میز کښیناستلو ته هم تیار نه دي، اسرائیل غواړي چې فلسطینیان د اسرائیل سره د شوو معاهدو پابندي وکړي او دا چې فلسطینیانو ته نه دي پکار چې امن د لاسه ورکړي.

امن دپاره د اسرائیل وزیراعظم د تجویز نه ٢۴ گنټې وړاندې هم ددغه ځائې نه چرته نه چې بینجمن نیټن یاهو د ملگرو ملتونو په تالار کې وینا کوله، د فلسطیني ادارې مشر صدر محمود عباس اعلان کړی چې فلسطینیان اسرائیل سره امن دپاره د ١٩٩٠ د لسیزې د اوسلو معاهدو پابند نه دي ځکه چې اسرائیل ددغه لوظنامو په وار وار خلاف ورزي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG