لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو استازی د سولې لپاره شام ته رسېدلی


په شام کې روانې خانه جنګۍ لکبله تر دی دمه د دوه لکو نه سوا شامیان وژل شوي دي
په شام کې روانې خانه جنګۍ لکبله تر دی دمه د دوه لکو نه سوا شامیان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو استاذی ستافان ډي مستورا په شام کې د روانې جګړی ختمولو او جنګ ځپلي الېپو ښار ته د بشري مرستو رسولو لپاره دمشق ته رسیدلی چرته چې به هغه په شام کې د جګړی دواړه ډلو سره روانه شخړه ختمولو په سر خبری اتری کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سفارتکار طمعه لري چې په خبرو اترو کې به دواړه ډلې دی ته تیارې شي چې د مذاکراتو په ذریعه په الیپو ښار کې روانه جګړه اودروي او دغې ښار ته زر تر زره د بشري مرستو رسد شروع شي.

ښاغلي ډي مستورا په فرورې میاشت کې ویلي وو چې د شام حکومت پدې راضی شوی چې الیپو ښار باندی گوله باري او هوائي بریدونه اودروي، خو غواړي چې وسله وال اپوزیشن هم د دې پلان ملاتړ اوکړي. پدې پلان کې خواست شوې چې پدغه موده کې دې د الیپوښار دننه موجود یاغيان هم راکټي بریدونه او مارټر گولۍ ویشتل بند کړي.

ښاغلي ډي مستورا په تیر نومبر کې د شام صدر بشار الاسد سره ملاقات کړې وو چا چې پدغې وړاندیز په غور کولو کې دلچسپي خودلې وه. د ملگري ملتونو استاذي ویلي دي چې د نزدې څلورو کالو راهسې جاري تشدد نه ستړې شوي شامي اولس لپاره الیپو ښار یو مثال دې چې څنګه به دغلته تشدد ختمیږي.

په شام کې د روانه جګړه په کال ٢٠١١م کې د مارچ په میاشت کې د پرامنه احتجاج نه شوې وهچې وروستو په خانه جنگې کې بدله شوه. د دغې خانه جنګۍ لکبله تر دی دمه د ٢٠٠٠٠٠ نه سوا شامیان وژل شوي دي.

ملگري ملتونو ویلي چې په ترکي، لبنان، اردن او مصر کې دا وخت د ٣ عشاریه ٧ ملینه نه زیات شامي کډوال میشت دي. او په شام کې دننه د ٦ عشاریه ٥ ملینه نه زیات خلک بې کوره شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG