لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ کې د کډوالوپه شمېره کې زیاتوالې راغلې: ملګري ملتونه


د شهریت لپاره تر ټولو زیات خواستونه د شامي وګړو لخوا جمع شوي چې شمیره ېې یو نېم لکه وه
د شهریت لپاره تر ټولو زیات خواستونه د شامي وګړو لخوا جمع شوي چې شمیره ېې یو نېم لکه وه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو- اېن- اېچ- سي آر لخوا خپور شوي یو رپورټ تر مخه کال ۲۰۱۴م کې ۲۶ زره پاکستانیانو لخوا په نورو هیوادونو کې د سیاسي پناه خواستونه جمع شوي. کومه چې د دغه هیواد تر ټولو لویه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا خپور شوي د کال ۲۰۱۴م رپورټ تر مخه په ګرده نړۍ کې د کډوالو لخوا په اقتصادي توګه مضبوطو هیوادونو کې د سیاسي پناه لپاره خواستونو کې زیات والې راغلی. دغه رپورت زیاتوي چې د کال ۲۰۱۳م په مقابله کې په کال ۲۰۱۴م کې یواځې په اټلي کې د سیاسي پناه لپاره خواستونه جمع کولو پاکستانیانو شمېره کې د ۱۰۰ فېصده نه هم ډیره شویاو دغه شمیره د ۳۰۰۰ نه ۷۱۰۰ ته ختلې ده . په اروپاېي هیواد هنګري کې بیا د پاکستانیانو د شهریت لپاره د خواستونو په شمیره کې ډیر کمې راغلې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رپور‎ټ واېي په شام او اعراق کې د جګړو د لاسه دغه شمیره په تېرو ۲۲و کالو کې تر ټولو سوا شوېده. د رپورټ تر مخه په کال ۲۰۱۴م کې اندازً ۸ لکه ۶۶ زره کسانو په ۴۴ ترقي یافته هیوادونو کې د پناه لپاره خواستونه ورکړي. دغه شمېره د کال ۱۹۹۲ وروستو په ړومبي ځل دومره اوچته شوې کله چې په بوسنیا هرزګوېنیا د جګړې د لاسه په لکونو خلکو نورو هیوادونو ته کډه کړې وه.

د کډوالو په اړه دغه رپورټ واېي تېر کال په نورو هیوادونو کې د شهریت لپاره تر ټولو زیات خواستونه د شامي وګړو لخوا جمع شوي چې شمیره ېې یو نېم لکه وه. د شامي وګړو وروستو د اعراق او ورپسې د افغانانو شمېره سوا ده.

هغه هیوادونه چې د کډوالو خواستونه ېې منظور کړي په هغې کې د جرمني تر ټولو وړاندې دی. جرمني په کال ۲۰۱۴م کې د یو لک او ۷۳ زره کډوالو خواستونه منظور کړي. د جرمني وروستو امریکا او ورپسې بیا ترکي او سوېډن راحي. د ادارې ویانده مېرمن میلېسا فلېمنګ واېي په کال ۲۰۱۴م کې اټلي کې ۶۳ زره او اووه سوه خواستونه رجسټرډ شوي.

پداسې حال چې زیاتو ترقي یافته هیوادونو په خپلو هیوادونو کې د پناه اغستونکو شمیره سوا کړې خو ځنو نورو هیوادونو بیا پدغه شمېره کې کمې هم رواستې لکه آسټریلیا. د یو- اېن-اېچ-سي – آر رپورټ زیاتوي آسټریلیا په کال ۲۰۱۴م کې د کډوالو شمیره نهه زره ته راکوزه کړې کومه چې یو کال وړاندې ۱۱ زره او اووه سوه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG