لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرو خلاف د یوکرین کاروائي


د امریکا خارجه وزیر جان کیري
د امریکا خارجه وزیر جان کیري
د یوکرین د کورنیو چارو وزیر ویلي امنیتي ځواکونو د هیواد په ختیز سلوینیاسک ښار کې د ترهگرۍ خلاف کاروائي شورو کړې ده چرته چې روس پلوه وسله والو په حکومتي ودانو قبضه کړې ده.
داخله وزیر ارسن ایواکو د اتوار په ورځ په فیس بک په خپله پاڼه وویل وسله والو په امنیتي ځواکونو ډزې هم کړې دي او دا چې دواړو غاړو ته جاني نقصان شوی دی خو د مرگ ژوبلې او د ډزو د تبادلې د رپورټ په ازاده توگه تصدیق نه دی شوی.
د خالي په ورځ د یوکرین چارواکو ویل د روس پلوه وسله والو لخوا حملې د روس د طرفه د خارجي جارحیت اقدام دی او د جوابي کاروائي دپاره به تگ لاره پرځائې کولی شي.
د سلوینیاسک سره وسله والو چې روسي وسلې ورسره وې د خالي په ورځ يي د روسي اکثریت ډونیسک او کراماټورسک ښارونو کې د پولیسو په مرکزونو قبضه وکړه.
د یوکرین خصوصي پولیس دسته ډونیسک کې د پولیس په مرکز کې د وسله تون تحفظ دپاره ورغلې وه.
د عینې شاهدینو د وینا ترمخه چې غربي خبریالان پکې هم شامل دي ویلې کراماټورسک ښار کې وسله والو د ښار د پولیس په مرکز د ډزو د تبادلې ورسته قبضه وکړه. پیښه کې د مرگ ژوبلې په هکله څه تفصیل نه دی راغلی.
ډوینسک کې د پولیس په مرکز د قبضې ورسته د ښار پولیس مشر د خپلې چوکۍ استفا ورکړې ده.
د امریکې خارجه وزیر جان کیري په ټیلې د روس هم منصب سرگی لاوو روو سره خبرو اترو کې د ختیز یوکرین په صورتحال خپله اندیښمني څرگنده کړې ده. هغه وویل دغه حملې لکه کرائیمیه او یوکرین کې شوې د نورو حملو په رنگ مربوطې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG