لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يوکرين په ختيزکې د روس پلوه بيلتون خوښو په ضد عمليات


ټرچينوف دغه امر په داسې وخت کې کړی دی ، چې د امريکې نائب صدر جوبائډن د يوکرين د دورې څخه بيرته تلی دی
ټرچينوف دغه امر په داسې وخت کې کړی دی ، چې د امريکې نائب صدر جوبائډن د يوکرين د دورې څخه بيرته تلی دی
د يوکرين عبوري صدر اليگزينډر ټرچينوف د نهې په ورځ وروستو له هغې د ختيز په علاقو کې بيا د روس پلوه بيلتون خوښو په ضد د ترهگرۍ د مخ نيوي عمليات پيل کولو امر کړی دی ، چې په سيمه کې د هغه د ډلې د يو ځايي مشراو بل کس تشدد زده مړي ترلاسه شوي دي .
ټرچينوف دغه امر په داسې وخت کې کړی دی ، چې د امريکې نائب صدر جوبائډن د يوکرين د دورې څخه بيرته تلی دی . نوموړي په ماسکو غږ کړی چې په يوکرين کې دې د روس پلوه بيلتون خوښو ملاتړ پرېږدي .
د نهې په ورځ د امريکې نائب صدر جوبائډن د يوکرين موقتي وزيراعظم سره ارسني يټسنوک سره گډې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ ، چې روس دې د يوکرين په اړه د خبرو په ځايې هغه لوظنامه عملي کړي ، کومه چې تېره اوونۍ جنېوا کې په نړيوالو مذاکراتو کې شوې وه .
نوموړي په دغه مهال د يوکرين دپاره د ۵۰ مليينه ډالرو د مالي مرستې اعلان هم کړی وو .
د يوکرين د صدر لخوا د عملياتو پيل کولو نه وړاندې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي دي ، چې ختيز کې سلوويانسک ښار کې د يوکرين د هوايي ځواکونو يوه الوتکه د اور ښکار شوې ده .
د تېر زيارت په ورځ جنېوا کې د يوکرين د شخړې ختمېدو دپاره د امريکې ، روس ، يوکرين او يورپي يونين د چارواکو ترمينځ غونډه شوې وه ، او به هغې د يوکرين د مسلې د حل دپاره لوظنامه هم شوې وه . او د هغې وروستو يوکرين پوځي عمليات ودرولي وو .
ټرچينوف وئيلي چې وسله والو د يوکرين وطن سره د مينه لرونکو وژنې او په هغو تشدد پېل کړی دی . او وسله والو جنېوا کې په شوې لوظنامه پورې په عملي توگه مسخره کوي .
د يوکرين په ختيز کې وسله وال د يوکرين نه د بيليدو او روس سره د يو کېدو دپاره د ريفرنډم غوښتنه کوي . تېره مياشت د يو ريفرنډم په نتيجه کې د يوکرين کرائيميه سيمه د روس سره يو ځايې شوې ده .
امريکې او يورپي يونين په روس باندې يوکرين کې د لاس وهنې له کبله ځينې اقتصادي بنديزونه هم لگولي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG