لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوکرين د روس پلوه بيلتون خوښو په ضد عمليات پېل کړي


د امنيتي سرچينو ترمخه په سلويانسک کې هم عمليات روان دي ، او هلته روس پلوه وسله والو سرکاري وداني په قبضه کې اخستې دي .
د امنيتي سرچينو ترمخه په سلويانسک کې هم عمليات روان دي ، او هلته روس پلوه وسله والو سرکاري وداني په قبضه کې اخستې دي .
راپورونه وايي يوکرين د هېواد په ختيز کې د روس پلوه بيلتون خوښو په ضد د ترهگرۍ د مخ نيوي عمليات پېل کړي دي ، او سيمه کې د هوا د لارې ځواکونه کوز کړی شوي ، خو د علاقې د خلکو مذاحمت له امله ځواکونه بېرته بلل شوي دي .
د چارواکو په وينا د يوکرين په ختيز کې کرماتورسک د هغې لسو علاقو د جملې څخه دی ، چرته چې د تېرو لسو ورځو راهسې روسي ويونکو مظاهرې پېل کړي دي . او چارواکي وايې په سيمه کې د بدامنۍ مخه نيول غواړي .
د امنيتي سرچينو ترمخه په سلويانسک کې هم عمليات روان دي ، او هلته روس پلوه وسله والو سرکاري وداني په قبضه کې اخستې دي .
د اتوار په ورځ د يوکرين عبوري صدر اليگزنډرټرچينوف د بيلتون خوښو تندلارو په ضد د عملياتو کولو اعلان کړی ؤ ، ولې د هغې باوجود ځواکونو په سختۍ سره عمليات نه دي ترسره کړي .
څيړونکي وايي يوکرين د شخړي د حل دپاره د زيارت په ورځ جنيوا کې څلور اړخيزه غونډې پورې د صبر نه کاراخلي .
د يوکرين په کشاله به په دغې غونډه کې د يوکرين ، روس ، امريکې او يورپي يونين استازي گډون کوي .
بلخوا ته روس په يوکرين غږ کړی چې د بيلتون خوښو په ضد طاقت نه کاروي . او هم دغې کشالې په غرب او کيف کې دا اندېښنې راولاړې کړي دي ، چې روس د يوکرين په ختيز کې د روسي ويونکو د حفاظت دپاره پوځي مداخلت کولی شي .
د روسي پلويانو په ضد د يوکرين د عملياتو په اړه امريکې وئيلي دغه عمليات په هېواد کې د امنيت ټينگ ساتلو په موخه پورته کړی شوي دي .
د سپينې ماڼۍ وياند جی کارني وئيلي ، د يوکرين د حکومت زمه واري ده چې امنيت قابو وساتي . او د يوکرين په ختيز کې عمليات د اړي گړي څخه په پيدا کېدونکو حالاتو د حکومت غبرگون څرگندول وو .
جی کارني وئيلي چې امريکا د روس په ضد نوؤ بنديزونو لگولوباندې په سنجيدگۍ غور کوي ، خو يوکرين ته د خطرناکې وسلې ورکولو په اړه سوچ هم نه کوي .
راپورونه د ملگرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون د خلې وايې ، داسې وخت لا نه دی راغلی ، چې گنې ملگري ملتونه يوکرين ته امن ځواکونه وليږي .
بان کي مون وئيلي چې د امن ځواکونو يوکرين ته په ليږلو د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل رضامندي ضروري ده ، او روس د هغې مستقل غړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG