لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند : د ټاکنو په مهال دوه بريدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي


د ټاکنو په مهال رامنځته شوؤ پېښو کې نن تر ټولو غټې پېښې مخې ته راغلي دي .
د ټاکنو په مهال رامنځته شوؤ پېښو کې نن تر ټولو غټې پېښې مخې ته راغلي دي .
هند کې په روانو ټاکنو کې نن د خالي په ورځ د هيواد په شرقي برخه چهتيش گړهـ رياست کې د باغيانو په دوؤ بريدونو کې د امنيتي سرتېرو په گډون ۱۲ کسان وژل شوي ، او يو شمير نور ټپيان شوي دي .
د راپوورنو ترمخه چارواکو وئيلي يوه پېښه د بيجاپور په ضلع کې رامنځته شوې او په مبينه توگه باغيانو په يو بس باندې بمي بريد کړی دی ، چې پکې شپږ کسان وژل شوي ، او شپږ نور ژوبل شوي دي .
راپورونه وايې دغه پېښه په بستر نومې علاقه کې رامنځته شوې ، او هدف شوي بس کې سواره کسان د رائو اچولو وروستو بيرته روان وو .
د سرچينو ترمخه دوهمه پېښه هم د بستر سيمې په يوه ځنگلي علاقه کې رامنځته شوې ، او يو ايمبولنس باندې بم چاؤدل شوی دی ، يو چارواکي ارـ کی ويجي وئيلي پېښه کې د ريزرو پوليس پينځه عسکر وژل شوي دي .
راپورونه وايې دا نه ده مالومه چې پوليس ولې په ايمبولنس کې سواره وو ، خو وئيل کيږي په تېر وخت کې به سرکاري غړو ايمبولنسې د باغيانو د بريدونو د ويرې کارولې .
د نړۍ تر ټولو لويه جمهوريه هند کې د تېرې اوونۍ راهسې د لوک سبها يا لاندينې ايوان دپاره ټاکنې پېل شوي دي ، او د ټاکنو په مهال رامنځته شوؤ پېښو کې نن تر ټولو غټې پېښې مخې ته راغلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG