لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېونس کې په هوټل ترهګر برید کې ۲۷کسان وژل شوي


Sousse, Tunisia
Sousse, Tunisia

په تیونس کې چارواکو وېلي د هیواد په ساحلي ښار سوسه کې د خارجیانو په یو هوټلپه ترهګر برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي چې پکې خارجیان هم شامل دي.

د هیواد داخله وزارت چارواکو وېلي په ساحلي ښار سوسه کې د پېژندلي مرحبا هوټل سره نژدی د ابو په غاړه یا (بیچ) وسله والو ناتاره ډزی کړي. دغه هوټل د اورپا او شمالي افریقاېي هیوادونو نه راغلي خارجیانو د خوښې ځاې دی.

د تیونس د داخله وزارت ویاند محمد علي آروي مطبوعاتو ته وېلي حمله کونکې د پېښې ځاې ته د ورننوتو وروستو په سېلګرانو او د هوټل په کارکونکو ناتاره ډزې پېل کړي. مونږ دغه سېمه کې د لټون عملیات پېل کړي.

یو بل حمله کونکې د دغه ځاې نه تښتېدلې هم دی. د رپورټونو تر مخه امنېتي ځواکونو د دغه برید وروستو ځوابي کارواېي کړې او په حمله کونکو کې ېې یو وژلې. تر دی دمه د دغې برید نور تفصېلات نه دي معلوم.

په تیونس کې د روان کال د مارچ د میاشتې راهسې (هاېي الرټ) یا سخت امنېتي ګامونه پورته کړی شوي. کله چې اسلامي وسله والو په یوه حمله کې د باردو عجاېب خانه یا میوزیم کې د خارجي سېلګرانو په شمول ۲۲ کسان وژلي وو. د مارچ د میاشتې دغه پېښه د دغه هیواد د تارېخ تر ټولو بده پېښه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG