لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر: په تیرا میدان کې په زرګونه کورونه ویجاړ پراته دي


دې وروستیو کې پاکستانی پوځ په تیرا میدان کې د وسلوالو پرضد عملیات اوکړل او دعوی کوی چې دغه سیمه یی د وسلوالو نه پاکه کړې ده،او اوس ورته خلک بیرته ورتلۍ شي
دې وروستیو کې پاکستانی پوځ په تیرا میدان کې د وسلوالو پرضد عملیات اوکړل او دعوی کوی چې دغه سیمه یی د وسلوالو نه پاکه کړې ده،او اوس ورته خلک بیرته ورتلۍ شي
فرهاد شینواری
آذاد خبریال ولی خان د خیبر ایجنسۍ د تیرا میدان د حال په اړه وایی چې ((دلته کورونه وران ویجاړ پراته دي،سکولونه سوزول شوی دي،خلک د شین آسمان لاندې په ژوند تیرولو مجبوره دي او د خوراک څښاک د کمی سره مخ دي))
په تیرا میدان کې تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې او حکومت پلوه وسلوالې ډلې انصارلاسلام ترمنځه د نښتو له امله په زرګونه خلک بې کوره شوی وو.

د ډیرې مودې وروستو تیرا ته د ورستینیدونکو بې کوره شوو خلکو سره آذاد خبریال ولی خان هم ورغلې وو،هغه وایس آف امریکه ډیوه ریډیو سره په یوه مرکه کې وایی چې ((ځایی خلکو ورته ویلی وسلوالو د دوی خوا وشا شپږ زره کورونه سوزولي دي، د تیرا خلکو ورته ویلی چې هغوی سره د کورنۍ په سر د پینځه ویشت زره روپو ورکولو کومه وعده شوې وه هغه هم ورسره پوره نه کړې شوه، خلکو ورته ویلي چې حکومت دې ورله کورونه جوړ کړي او مالی مرستې دې ورسره اوکړي.))

د تیرا میدان نه بې کوره شوو خلکو د کورونو د بیا جوړولو او هغوی ته د مالی مرستو نه ملاویدو په حقله مو چې کله د قبایلی سیمو د قدرتی آفتونو د نظم ادارې (ایف ډی ایم اي) ډایریکټر جنرل ارشد خان سره رابطه اوکړه نو دوی وویل چې((مونږ په تیرا کې د ویجاړو شوو کورونو د بیا جوړولو د پاره سروې مکمل کړې ده او په دې حقله مو یوه پروژه تیاره کړې ده چې نړیوالو امدادی ادارو او د پاکستان حکومت ته مو لیږلې ده،او دلته به هم د باجوړ او مومندو په شان کورونه جوړوو او ډیر زر به دلته په خیمو کې عارضی سکولونه خلاص کړو او دلته به د صحت یومرکز یا (بی ایچ یو) پرانسته هم وشی،او د مالی مرستو چیکونه یی تیار پراته دي ما د خیبر پختونخوا ګورنر ته لیک لیږلۍ دۍ چې اجازه راکړی نو بس تقسیم به یی کړو او په دا جون میاشت کې به ورته ملاو شی.))

د قبایلی سیمو د قدرتی آفتونو د نظم ادارې( ایف ډی ایم اي) د وینا ترمخه د خیبر ایجنسۍ لرې پرتې سیمې تیرا میدان نه بې کوره شوو رجسټر کورنیو د سیتنیدو دویمه لړۍ مکمل شوې ده او د مې اوومې نیټې نه تر د مې دیرشمې نیټې پورې د خیبر پختونخوا د کوهاټ جرمې مرکز او د کرمې ایجنسۍ درانی کډوالو کیمپ مرکزنه خوا وشا پینځه زره او اته سوه(۵۸۰۰) رجسټر کورنۍ تیرا میدان ته رسیدلی دي.

دې وروستیو کې پاکستانی پوځ په تیرا میدان کې د وسلوالو پرضد عملیات اوکړل او دعوی کوی چې دغه سیمه یی د وسلوالو نه پاکه کړې ده،او اوس ورته خلک بیرته ورتلۍ شي،

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG