لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت او طالبانو کميټي د اوربند غځيدو په هيله دي


واره کميټۍ د يوې بلې کيمټۍ په جوړولو هم صلاح شوي دي ، او دغه کميټې به د دواړو فريقو لخوا د وړاندې کړی شوؤ تحفظاتو حل راوباسي .
واره کميټۍ د يوې بلې کيمټۍ په جوړولو هم صلاح شوي دي ، او دغه کميټې به د دواړو فريقو لخوا د وړاندې کړی شوؤ تحفظاتو حل راوباسي .
د حکومت او طالبانو مذاکراتي کميټۍ صلاح شوي دي ، چې دجنگ بندۍ موده وغځولی شي د کومې چې تېره اوونۍ ټي ټي پي د ماتولو اعلان کړی ؤ . او تحريک طالبان پاکستان د ۴۰ ورځو د اوربند وروستو دغه موده نوره نه ده غځولې .
اسلام اباد کې په پنجاب هاؤس کې د کورنو چارود وزير چودهري نثارعلي خان په مشرۍ کې د حکومتي او طالبانو د دواړه کميټو ترمينځ ليدنه کې د جنگ بندۍ د مودې غځولو ، د طالبانو د غيرجنگيالو قيديانو د خوشي کولو سره د امن خبرو دپاره د پيس زون يا محفوظ ځايې ټاکل هم د ايجنډي برخه وه .
د طالبانو د جنگ بندۍ ماتولو د اعلان وروستو د کورنو چارو د وزيرچودهري نثار علي خان لخوا راغوښتې شوي د حکومتي او طالبانو د کميټۍ لمړۍ رسمي غونډه وه .
د غونډې وروستو د طالبانود مذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سيمع الحق ميډيا سره په خبرو کې ووئيل ، چې د دواړه فريقو ترمينځ اعتماد په ځائي دی .
هغه دا هم ووئيل دواره کميټۍ د يوې بلې کيمټۍ په جوړولو هم صلاح شوي دي ، او دغه کميټې به د دواړو فريقو لخوا د وړاندې کړی شوؤ تحفظاتو حل راوباسي .
د سميع الحق وينا وه د طالبانو د اوربند د ختمېدو باوجود هم حالات قابو دي او حکومت هم د صبر نه کار اخستی دی ، ځکه دويي هيله مند دي چې اوربند به نور وغځولی شي .
ولې د طالبانو د اوربند د ختمولو د اعلان وروستو چودهري نثار وئيلي ؤ ، چې په داسې حالاتو کې د خبرو اترو عمل مخ په وړاندې بوتلل بي مقصده دی .
هلته بيا تحريک طالبان پاکستان د اوربند د ختمېدو د اعلان سره دا خبره کړې وه ، چې اوربند نور نه اوږدوي ، او حکومت سره به مذاکرات جاري ساتي .
ولې د طالبانو د اوربند ختمېدوو ورو ستو د خيبر پښتونخوا په سرښار پېښور او چارسده کې په پوليس بريدوه شوي ، چې پکې د پينځه پوليسو په گډون نهه کسان وژل شوي او د ۳۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .
مولانا سيمع الحق وائي د دويې کميټي هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د طالبانو شورا سره وويني ، او هغويې سره به د حکومتي کميټۍ نېغ په نېغه د ليدو او د غيرپوځي قيديانوپه خوشي کولو خبره اوکړي .
د سرچينو ترمخه د دواړه کميټو دليدونه وړاندې د کورنو چارو وزير وزيراعظم نوازشريف سره هم ليدلي ، او په مذاکراتي عمل کې تراوسه پورې د شوي پرمختگ حال يې ورته تېر کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG