لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو مشر مُلا اختر منصور واېي"مړ نه یم"


Mullah Mansour
Mullah Mansour

د افغانستان طالبانو مشر مُلا اختر منصور په یو آډیو پیغام کې د خپل مرگ خبر پوچ او د روغ گرزولی دی- څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومتي چارواکو ويلي وو مُلا اختر منصور په پاکستان کې د طالب وسله والو کمانډرانو خپل منځه جگړې په وخت د ژوبل کیدلو وروستو مړ دی -

د طالبانو لخوا مطبوعاتو ته په پښتو ژبه کې لیږل شوي پیغام کې دطالبانو مشر مُلا اختر منصور واېي چې هغه روغ رمټ دی او دهغه خلاف د مرگ خبرونه بې ضائع دي-- هغه واېي په خپل ژوند کې کله هم کچلاغ ته نه دې ورغلی-

څو ورځې وړاندې دافغانستان د لومړي مرستيال صدر عبدالرشيد دوستم وياند سلطان فيضي ويلي وو چې د طالبانو کمانډرانو ترمنځه جگړه دنهې په ورځ دپاکستان د جنوب لويديز ښار کوټه سره نزدې کچلاغ کې شوې ده- ځيني مطبوعاتو کې راغلي وو چې ملا منصور دطالبانو ديو بل مشر ملا عبدالله سرحدي سره د صلاح مصلات لپاره هلته ورغلى ؤ.

د مُلا اختر منصور د مرگ د خبر نه وروستو څیړونکيو ویلي وو افغان طالبان د مُلا اختر منصور د وژلو کیدلو خبر گنگس کړي دي ، په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د فعالیتونو څارونکی خبریال طاهر خان ډیوه ریډیو ته په یوه مرکه کې ويلي وو که طالبانو د منصور تازه قوي غږ، عکس، یا فلم راښکاره نه کړو نو دا خبره به یقيني شي چې منصور مړ دی-

د طالبانو لخوا ورکړې شوې آډیو 17 مينټه دی- مُلا منصور واېي چې دهغه د مرگ خبر د کابل نه پورته شوی دی- منصور واېي (ځمونږ مقصد اصلاً دا دی چې د قدرت په خاطر او یا د خپل امارت په خاطر د چا سره جنگ نه کوو- اصلي موقف شریعت دی هغه ځمونږ لاره ده او په هغه باندې به مونږ روانیږو ) ملا منصور واېي په دغه خبره دې دنیا او د کابل اداره او نور څوک چې ددوېي ملگري دي سر خلاص کړي چې طالبان څه غواړي او د څه لپاره جنگیږي -

که څه هم مُلا اختر منصور په خپل غږ کې د خبرو په وخت د طالبانو خپل منځه اختلافونه رد کړي دي خو طاهر خان واېي د طالبانو تر منځه نه یواځې نظریاتي اختلافونه دي بلکې دوېي د قبیلو په زړو بدیو کې هم ښکیل دي –

سږکال دجولا ئي په مياشت کې دطالبانو مشر ملا عمر دمړکیدلو د خبر نه وروستو طالبانو اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى ؤ خو د طالبانو په چارو نظر لرونکي وا ېي په اختر منصور ټول طالبان صلاح نه وو- څه موده وړاندې د طالبانو یو مهمه کمانډر ملا رسول دملا منصور نه د بغاوت اعلان کړی ؤ او ځان له یې بیله ډله جوړه کړې وه- خبرونه واېي د طالبانو ځيني مهمه مشران د مولا اختر منصور په مشرۍ خو‍شاله نه وو چې مولا رسول او مُلا دادالله هم پکې شامل وو-

ملا منصور د کچلاغ ته تگ نه انکار کړی دی خو رپورټونه وايي د منصور د طالبانو د مشر په توگه انتخاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د طالبانو د کوټه شورا کړی ؤ. نړیواله رپورټونه دا هم واېي چې په کوټه کې د طالبانو شورا فعاله ده- د کوټه شورا په حقله گمان کیږي دوېی د پاکستان دپوځ د سیوري لاندې ناست دي او د طالبانو د ټولو مهمو پریکړو اختیار لري – په افغانستان کې دامريکا یو پخواني لوړپوړي پوځي مشر جنرال ميک کرسټل په یوه مرکه کې ویلي وو دطالبانو د سر مشران دپاکستان په کوټه کې پټ دي-


په پاکستان کې د طالبانو مهمه مشران مُلا عبد الغني برادر، مُلا اخوند، جلاالدين حقاني او سراج الدين تر ډیرې مودې پورې پاتې شوي دي او د نړۍ تر ټولو خطرناکه تر هگر تنظيم القاعده مشر اسامه بن لادن هم په پوځي ښار ایبټ اباد کې امريکایې ځواکونو په ځانگړي عملیاتو کې وژلی شوې ؤ-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG