لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د سرپل د ولايتي شورا تښتول شوی کانديد سره د نهه کسانو وژل شوی


چارواکي وايې ، په وژل شوؤ کې د څلورو کسانو مړي ترلاسه شوي او د کانديد په گډون د پينځه ؤ مړي نه دي ميلاؤ شوي .
چارواکي وايې ، په وژل شوؤ کې د څلورو کسانو مړي ترلاسه شوي او د کانديد په گډون د پينځه ؤ مړي نه دي ميلاؤ شوي .
چارواکي وايې د افغاستان شمالي سيمې سرپل څخه طالبانو د ولايتي شورا تښتولی کانديد سره د نهه کسانو وژلی دی . دغه پېښه درې ورځې وړاندې رامنځته شوې وه .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د سرپل گورنر عبدالجبار حقبين وئيلي استخباراتي چارواکو ته دغه خبر ميلاؤ شوی ، د ولايتي شورا کاندي حسېن نظري تښتوؤنکو وژلی دی .
حسېن نظري سره د ملگرو درې ورځې وړاندې په داسې حال کې د سرپل څخه تښتول شوی وو ، چې هغويي د سيمي د جوزجان په علاقه کې په لار وو .
د سرپل گورنر زياته کړې چې حسېن نظرې او د هغه اته ملگري وژل شوي ، ولې کومې ډلې يې پړه په سر نه ده اخېستې . نوموړي زياته کړې چې په وژل شوؤ کې د څلورو کسانو مړي ترلاسه شوي او د کانديد په گډون د پينځه ؤ مړي نه دي ميلاؤ شوي .
له دې وړاندې په يو شمېر پېښو کې هم د ټاکنو په کمپين کې برخه اخيستونکي په مختلفو پېښو کې وژل شوي دي .
په داسې حال کې چې افغانستان کې درې ورځې وروستو د خالي په ورځ صدارتي او د ولايتي شوراگانو ټاکنې کيږي ، په عېن حال کې د هېواد په بيلابيلو برخو کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .
ولې چارواکي وايې چې د ټاکنو په مهال يې د امنيت ټينگ ساتلو په موخه کلک گامونه پورته کړي دي . او امنيتي سرتيرې چمتو کړی شوي دي چې د هر قسمه بدامنۍ مخه ونيسي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG