لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوئنټي ورلډ کپ ۲۰۱۴م کې بنگله دیش افغانستان ته ماتی ورکړو


د ټې ټونټي ورلډ کپ وړمبي میچ کې کوربه بنگله دیش افغانستان ته ماتی ورکړو
د ټې ټونټي ورلډ کپ وړمبي میچ کې کوربه بنگله دیش افغانستان ته ماتی ورکړو
د نړيوال کرکټ اهمه ميله ټي ټوئنټي ورلډ کپ۲۰۱۴م نن په بنگله دېش کې پېل شوه او نن د اتوار په ورځ د ۲۰ – ۲۰ اوورو ورلډکپ ټورنامنټ د پېل سره دوه مېچونه وشول.
په وړمبي مېچ کې افغانستان د ورلډ کپ کوربه هیواد بنگله دېش نه په نهه وکټو ماتی وخوړو.
او دوهم مېچ کې نيپال هانگ کانگ ته په ٨٠ رنز ماتی ورکړو.

د نړيوال کرکټ ټي ټوئنټي پينځم ورلډ کپ ۲۰۱۴م چې نن پېل شو د ۱۶ هېوادونو د کرکټ ټيمونه پکې برخه اخلي ، او د ۱۶ ټيمونو دوه گروپونه جوړ کړی شوي دي .
يو گروپ کې چې پکې د بنگله دېش ، افغانستان ، نيپال ، هانگ کانگ ، ائرلېنډ ، زمبابوی ، هالينډ او متحده عرب اماراتو کرکټ ټيم شامل دی ، د دغې گروپ ټيمونه به لمړی د کواليفائنگ راؤنډ دپاره لوبېږي ، او چې کوم دوه ټيمونه د کواليفائنگ راؤنډ نه مخکې لاړ شي .
هغه به بيا د نورو غټو اته ؤ ټيمونو سره د سپر۱۰ د مرحلې نه تېريږي ، د دوهم گروپ په غټو ټيمونو کې پاکستان ، هند ، اسټريليا ، وېسټ انډيز ، سري لنکا ، انگلېنډ ، نيوزي لېنډ او جنوبي افريقه شامل دي . دا ټيمونه نه د وړاندې نه په سپر ۱۰ کې دي .
د ائي سي سي د شيډول ترمخه ټي ټوئنټي ورلډکپ ۲۰۱۴م کې به د وارم اپ سره ټول ۵۱ مېچونه کيږي ، چې پکې به ۳۲ مېچونه د گروپونو وي او دوه به سيمي فائنلي کيږي .
لمړی سيمي فائينل به د اپرېل د مياشتې په درېمه نېټه او دوهم به د اپرېل په څلورمه نېټه کيږي ، دغه رنگ د ټي ټوئنټي ورلډکپ ۲۰۱۴م فائنل مېچ د اتوار په ورځ شپږم اپرېل باندې ټاکل شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG