لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې د داعش گڼ شمیر غړي فرار شوي


داعش نه د فرار خبرونو د ډلې مشران د تشویش سره مخ کړې دي او د عراق موسل ښار نه د اعتماد ځېنې کمانډران مخالفینو د وژلو دپاره لیږلی شوې دي. سرچینو وي او ای ته ویلي داعش د میدین او هتلا کلو کې د فرار د مسلې سره مخ دی چې د تیلو په وسلیو سنباله د شیعه مسلک اکثریت سیمه ده
داعش نه د فرار خبرونو د ډلې مشران د تشویش سره مخ کړې دي او د عراق موسل ښار نه د اعتماد ځېنې کمانډران مخالفینو د وژلو دپاره لیږلی شوې دي. سرچینو وي او ای ته ویلي داعش د میدین او هتلا کلو کې د فرار د مسلې سره مخ دی چې د تیلو په وسلیو سنباله د شیعه مسلک اکثریت سیمه ده

د شام په ختیزه دیئر ازور صوبه کې د داعش وسله والې ډلې گڼ شمیر غړو د فرار لاره په داسې حال کې اختیار کړې ده چې مقامي خلکو د ډلې خلاف چرکې جنگ شورو کړی دی. دا خبره شام کې په حالاتو د نظر ساتونکې یوې ډلې کارکونکي کوي.

د وي او ای سره په ایمیل رابطو کې د لیفټ سیج نومې تنظیم کارکونکې وايي د داعش یو شمیر غړې د ډلې نه تښتیدلې دي چې پکې څلور کمانډران هم شامل دي. د کمانډرانو شناخت د عمار هداوي، عمار النکلاوي، محمود الخلاف الرشیده او د ابو عبیده المصري په نومونو شوی دی. ویل کیږي چې المصري به داعش دپاره ټیکسونه راجمعه کول او دا چې ځېنې کمانډرانو د ځان سره ډیرې نغدې پیسې هم وړلې دي.

داعش نه د فرار خبرونو د ډلې مشران د تشویش سره مخ کړې دي او د عراق موسل ښار نه د اعتماد ځېنې کمانډران مخالفینو د وژلو دپاره لیږلی شوې دي. سرچینو وي او ای ته ویلي داعش د میدین او هتلا کلو کې د فرار د مسلې سره مخ دی چې د تیلو په وسلیو سنباله د شیعه مسلک اکثریت سیمه ده.

لیفټ سیج نومې ادارې یو کارکونکی عدنان وايي د داعش غړي په ښه شرح کې فرار شوې دي. تیر کال د ژمې په موسم کې داعش د خارجي وسله والو نه پاسپورټونه اخیستې وو چې دا رانگ د بیرته تگ مخه يي ونیسي. په بدل کې ورته د داعش شناختي کارډونه جاري کړی شوې وو.

دائیر ازور صوبه کې چې د داعش په قبضه کې ده، مقامي خلکو د ډلې خلاف جگړه شورو کړې ده. ویل کیږي داعش خلاف جنگیدونکو خلکو په خپل منځو کې څه رابطه نشته، نه څه جنگي تربیت لري خو د ډلې خلاف په حملو کې يي زیاتوالی راوستی دی. د داعش خلاف یو کارکونکی وايي داعش خلاف د مقامي خلکو ډلې په المیادین او البوکمال ښارونو کې زیاتې فعاله دي خو د یو بل سره يي څه تنظیم نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG