لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائتلافي ځواکونو بمبارۍ شام کې د داعش ٢٣ وسله وال وژلې


د خالي یا شنبې په ورځ داعش یوه وډیو شائع کړې چې پکې د شام تدمر ښار په یو تاریخي سټیډیم کې تنکې هلکان ٢٥ کسان وژني. وډیو وايي وژل شوي کسان د شام فوجیان دي او تدمر کې د قیدخانې نه راویستل شوې دي
د خالي یا شنبې په ورځ داعش یوه وډیو شائع کړې چې پکې د شام تدمر ښار په یو تاریخي سټیډیم کې تنکې هلکان ٢٥ کسان وژني. وډیو وايي وژل شوي کسان د شام فوجیان دي او تدمر کې د قیدخانې نه راویستل شوې دي

د امریکې په مشرۍ کې ائتلافي ځواکونو د شام په ختیز کې د داعش هدفونه په نخښه کړې او د دواو ورځو په بمبارۍ کې ٢٣ وسله وال وژل شوې دي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ یو بیان کې نړي وال ائتلاف ویلي د رقا ښار شا او خوا د داعش ودانۍ او د تگ راتگ لارې په په نخښه کړی شوې دي.

د ائتلاف ترجمان لیفټیننټ کرنل تامس گلرین وايي د بمبارۍ هدف شام او عراق کې د داعش د عسکري قوت د انتقال مخه نیول دي.

بمبارۍ کې د مرگ ژوبلې په اړه شمیر شمیرې د شام د انساني حقوقو یوې ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس شائع کړې دي. داعش سره تړلې په یوه ویب پاڼه ویل شوي چې بمبارۍ کې ١٠ کسان وژل شوي او گڼ نور زخمیان دي.

د خالي یا شنبې په ورځ داعش یوه وډیو شائع کړې چې پکې د شام تدمر ښار په یو تاریخي سټیډیم کې تنکې هلکان ٢٥ کسان وژني. وډیو وايي وژل شوي کسان د شام فوجیان دي او تدمر کې د قیدخانې نه راویستل شوې دي.

رپورټونه وايي د مۍ په میاشت په تدمر یا پالمیره د قبضې ورسته داعش هلته ٢٠٠ کسان وژلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG