لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش شام د سپین ږیرې ماهر اثار قدیمه سر قلم کړو


داعش د مۍ په میاشت کې په تدمر قبضه کړې ده او هم ددغه وخت راهسې د ښار د تاریخي ورثې په هکله اندیښنې راپورته شوې دي ځکه چې دداعش وسله والو لکه د عراق موسل ښار او نورو ځایونو کې پخواني اثار تباه کړې دي لکه افغانستان کې طالبانو د بامیانو پخواني بتان په بمونو تباه کړل
داعش د مۍ په میاشت کې په تدمر قبضه کړې ده او هم ددغه وخت راهسې د ښار د تاریخي ورثې په هکله اندیښنې راپورته شوې دي ځکه چې دداعش وسله والو لکه د عراق موسل ښار او نورو ځایونو کې پخواني اثار تباه کړې دي لکه افغانستان کې طالبانو د بامیانو پخواني بتان په بمونو تباه کړل

شام او عراق کې فعاله وسله والې ډلې داعش شام د اثار قدیمه یو سپین ږیرې ماهر سر قلم کړی دی.

د هیواد د پخواني اثارو ادارې مشر مامون عبدالکریم ويلي ٨٢ کلن خالد اسد د نهې یا سه شنبې په ورځ وژل شوی دی.

ښاغلي اسد د شام تدمر یا پالمیره ښار په زړو اثارو ٥٠ کاله د تحقیق کار کړی وو. د تدمر دغه اثار ٢٠٠٠ کاله زاړه دي او د ملگرو ملتونو د اثارو د تحفظ ادارې یونیسکو په خپل فهرست درج کړې دي.

برطانیه کې میشته د انساني حقوقو ډله سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس ویلي خالد اسد د تدمر په یو چارسو یا چوک کې د گڼ شمیر خلکو په مخکې قتل شو.

داعش د مۍ په میاشت کې په تدمر قبضه کړې ده او هم ددغه وخت راهسې د ښار د تاریخي ورثې په هکله اندیښنې راپورته شوې دي ځکه چې دداعش وسله والو لکه د عراق موسل ښار او نورو ځایونو کې پخواني اثار تباه کړې دي لکه افغانستان کې طالبانو د بامیانو پخواني بتان په بمونو تباه کړل.

تدمر کې داعش لا د اثارو په تباهۍ لاس نه دی پورې کړی خو هلته يي مائنونه لگولې دي. مامون عبدالکریم وايي په تدمر د داعش د قبضې نه وړاندې ښار د عجائبخانې نه قیمتي نوادرات محفوظ ځایونو ته منتقل کړی شول.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG