د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په بېرمل تحصيل کې امريکايي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې په بريد کې څلور کسان وژل شوي دي .
د سرچينو ترمخه دغه بريد تېره شپه ناوخته د جنوبي وزيرستان د بېرمل تحصيل اعظم ورسک علاقې په نرگس کلي کې شوی ، او بې پائيلټه ډرون د اشرف وزير نومې کس په کور باندې څلور ميزائيلې داغلي دي .
سرچينې وايي د ميزائيلو په بريد کې وژل شوي څلورو واړه کسان بهرنيان دي ، چې پکې يو عرب (عادل ) نوميږي او درې نور ازبک دي . او دغه کور چې په نخښه شوی دا دغو وسله والو د مرکز په توگه کارولو .
د پاکستان په قبائيلي سيمو کې په روان کال کې ۱۵ ډرون حملې شوي ، چې پکې ۱۳ په شمالي او ۲ په جنوبي وزيرستان کې شوي دي .
روان کال کې زياتره ډرون بريدونه په داسې مهال شوي ، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات هم کوي .
د پاکستان حکومت د ډرون بريدونه غندنه کوي ، او وايي ډرون بريدونه يي د ترهگرۍ په ضد روانې جهگړې ته د گټې په ځاېې تاوان اړوي .
خو امريکايي چارواکي ډرون د ترهگرو په ضد يوه موثره وسله گڼي .