لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ غونډه


د وزيراعظم ميا نوازشريف په مشرۍ کې د قامي سلامتۍ په اړه غونډه روانه ده .
د وزيراعظم ميا نوازشريف په مشرۍ کې د قامي سلامتۍ په اړه غونډه روانه ده .
د وزيراعظم ميانوازشريف په مشرۍ کې پلازمينه اسلام اباد کې د قامي سلامتۍ په اړه نن د زيارت په ورځ د اعلی کچې يوه غونډه روانه ده .
په دغې غونډه کې د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان ، د خزانې وزير اسحاق ډار ، د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد ، د دفاع وزير خواجه اصف او د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز گډون کوي .
د سياسي حکومتي مشرانو سره په دغې غونډه کې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ، چيئرمېن جوائنټ چيف اف ارمي سټاف کميټۍ مشر جنرال راشد محمود ، د هوايي پوځ مشر طاهر رفيق بټ ، د سمندري پوځ مشرايډمرل اصف سنديله ، د استخباراتي ادارې ائي ايس ائي مشر لفټننټ جنرال ظهيرالسلام او د ائي بي مشر افتاب سلطان هم گډون کوي .
راپورونه وايې ، د قامي سلامتۍ په غونډه کې د دريو نکتو په ايجنډا خبرې روانې دي ، د طالبانو سره د مذاکراتو ، افغانستان کې د ټولټاکنو څخه وروستو د مخې ته راتلونکو حالاتو او د پاکستان او ايران ترمينځ پوله او تعلقاتو باندې غور کولی شي .
سرچيني وايې د کورنو چارو وزير چودهري نثار به غونډې ته طالبانو سره د جوړ جاړي د خبرو احوال ته تېروي ، او د استخباراتي ادارو مشران به د ملکي امنيت په اړه غونډي ته بريفنگ ورکوي .
د نوازشريف په مشرۍ کې د قامي سلامتۍ په اړه اعلي کچې دغه مهمه غونډه په داسې حال کې کيږي ، چې د شورو په ورځ تحريک طالبان پاکستان لخوا د څلوېښتو ورځو د اوربند ختمولو اعلان کړی دی . او د ټي ټي پي وياند وئيلي چې مذاکراتو ته به دوام ورکوي .
بل لور ته تېره ورځ د پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او پخواني صدر اصف علي زردارې او وزيراعظم نوازشريف هم ليدلي ، او په ملکي مسلو يې خبرې اترې کړي دي .
په عېن حال کې د حکومتي او طالبانو د مذاکراتي کميټو ترمينځ د مذاکراتو د نوي پړاؤ خبرې هم رواني دي . او سرچينې وايې په راتلونکو څو ورځو کې به د دواړه کميټو ترمينځ ليدل وشي .
څو ورځې وړاندې د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار وئيلي ؤ ، د حکومت او طالبانو د کميټو په راتلونکې ليدنه کې به دواړه فريقه خپلې خپلې ايجنډې وړاندې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG