لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ نور قامي تحریکونه سکاټ لینډ د ریفرنډم نه څه زده کولی شي؟


که وکتل شي په ډیره نړۍ کې د ازادۍ تحریکونه روان دي چې پکې بیلا بیل قامونه د مختلفو هیوادونو نه بیلتون غواړي. لکه د مثال په توگه د ازاد کردستان غوښتنه، د کشمیر شخړه او یا د هندوستان دننه د ازادۍ دپاره نور تحریکونه، ازاد بلوچستان، پښتونستان یا د لوې افغانستان جوړیدو تحریکونه، چین نه د شرقي ترکستان او تبت د ازادۍ غوښتنې او داسې گڼ شمیر نور
که وکتل شي په ډیره نړۍ کې د ازادۍ تحریکونه روان دي چې پکې بیلا بیل قامونه د مختلفو هیوادونو نه بیلتون غواړي. لکه د مثال په توگه د ازاد کردستان غوښتنه، د کشمیر شخړه او یا د هندوستان دننه د ازادۍ دپاره نور تحریکونه، ازاد بلوچستان، پښتونستان یا د لوې افغانستان جوړیدو تحریکونه، چین نه د شرقي ترکستان او تبت د ازادۍ غوښتنې او داسې گڼ شمیر نور

د اتلسم سپټمبر د "هو" او "نا" رائې اچول خو به یا د سکاټ لینډ د ازادۍ ورځ وگرځي او که نه وي هم نو د سکاټ لینډ د برتانیه سره د درې سوه او اووه کالو نه روان اتحاد به داسې پاتې نشې لکه چې نن دی.

دغه تاریخي ریفرینډم که یو خوا د سکاټ لینډ د ازادۍ غوښتونکو کې نوی ژوند او ولوله اچولې ده نو د بلې خوا يي د برتانیا سره د اتحاد د ساتلو د پلویان ساه هم بې ساه کړې ده. د برتانیا غټه ورځپاڼهې "دې کارډین" لیکې که چرې د سکاټ لینډ خلک "نا" هم وکړي بیا هم کارونه به د تیر په څیر نه وي او سر دوباره به یوه نوي لوظنامه کیږي.

مطبوعات لیکي د برتانیه ملکه الزبت د سکاټ لینډ په جدائی خپه ده او د هیواد وزیر اعظم ډیوډ کیمرون خو په سکاټ لینډ کې د اتحاد په پلویانو غږ کړی که چرې غواړۍ برتانیه او سکاټ لینډ یو پاتې شي نو د ریفرینډم په ورځ رائې واچوۍ. کیمرون دا هم ویلي که د رائی پائیلې هر څه وي دوي به يي وومني ځکه چې دا د خلکو جمهوري حق دی او ورته احترام لري. په تیره تیره د انگلستان د فټ بال پخوانی کپتان ډیوډ بیکم هم د سکاټ لینډ د برتانیه د یوځائې اوسیدو په کمپین کې خپله ونډه اچولې او د سکاټ لینډ په خلکو يي غږ کړی باید د "نا" پلوي وکړي.

د سکاټ لینډ ازادي غوښتونکې په ریفرینډم کې د "هو" په حق کې رائې غواړي. ازادي غوښتونکې وايي د بیل هیواد په شتون کې به د خلکو اقتصادي ژوند ښه شي او نوره خودمختاري به ومومي او د سکاټ لینډ خلکو ته به ځانگړي پیژندگلو ورکړي. خو څیړونکې دا وايي ازادي به د سکاټ لینډ په اقتصاد بدې اغیزې وغورځوي.

د برتانیه او سکاټ لینډ اتحاد کال ١٧٠٧ کې جوړ شو چې دواړو بادشاهتونو د شریک پارلیمنټ جوړولو فیصله وکړه. سکاټ لینډ د خراب اقتصاد له قبله په دغه اتحاد کې ملگری شو او هیله يي دا وه چې د اتحاد جوړیدو سره به د خلکو ژوند ښه شي خو ولې که نن هم د سکاټ لینډ خلک د ښه اقتصاد او ډیر نه ډیر واک اختیار غوښتنه کوي دا ښائي چې تر ٣٠٠ کاله راهسې هغه څه نه دي شوي چې څه په بنیاد دغه اتحاد قائم شوی وو.

د برتانیه سیاسي گوندونه او حکومت هم تیار دي چې یوځائې پاتې کیدو په صورت کې سکاټ لینډ ته نوره اقتصادي ازادي او خودمختاري ورکړي. مطبوعات ښائي د سکاټ لینډ نوی کول د ازادۍ او مشران د اتحاد پلویان دي.

که د ریفرنیډم نتیجې هر څه وي خو څیړنکاران گمان کوي د سکاټ لینډ د ازادۍ تحریک نه یواځې په یورپ کې د کیټلان قومي تحریک ته نوي ساه ورکړې ولې په نوره نړۍ کې هم د قومونو د ازادۍ تحریکونه په نوي ډول راپارولی شي. کیټلونیا د یو ازاد وطن په نوم غوښتونکې په غټو غټو غونډو کې سپین نه د خپلې ازادۍ غږ پورته کوي. د سکاټ لینډ د ریفرینډم په نتاظر کې او په څرگنده ډول د کیټلونیا د پلویانو مخه نیولو په خاطر د سپین وزیراعظم ماریانو راجوی د یورپین یونین په اتحادیانو غږ کړی د سکاټ لینډ ازادي به د متحده یورپ دپاره کیدونکې هڅې شنډې کړي.

د سکاټ لینډ برعکس د کیټلان سیمه د سپین تر ټولو دولت منده او صنعتي برخه ده چرته چې سیلگري هم ډیره په ترقۍ ده. د سکاټ لینډ د راتلونکې په اړه ریفرینډم یوه خبره په ډاگه کوي چې ددغه هیواد د ازادۍ او یا برتانیه سره د پاتې کیدو فیصله به د خلکو د رائې په بنیاد په جمهوري طریقه وشي.

که وکتل شي په ډیره نړۍ کې د ازادۍ تحریکونه روان دي چې پکې بیلا بیل قامونه د مختلفو هیوادونو نه بیلتون غواړي. لکه د مثال په توگه د ازاد کردستان غوښتنه، د کشمیر شخړه او یا د هندوستان دننه د ازادۍ دپاره نور تحریکونه، ازاد بلوچستان، پښتونستان یا د لوې افغانستان جوړیدو تحریکونه، چین نه د شرقي ترکستان او تبت د ازادۍ غوښتنې او داسې گڼ شمیر نور.

په موجود دور کې د جنوبي سوډان جوړیده، کرائیمیه د ووټ د لارې یوکرین نه بیلتون او روس سره شاملیدل او انډونیشیا نه د ایسټ ټیمور بیلیدل دا د خلکو د رائې په بنیاد ترسره شول.

خو کوم تحریکونه چې لا اوس هم په مختلفو شکلونو کې روان دي، دا به هم د ټوپک او تشدد د لارې سر ته رسي او که دوي به هم لکه د سکاټ لینډ د ریفرینډم په رنگ د رائې اظهار حق ولري؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG