لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزير اعظم ته سعودي عربستان د سفرټاکلی بلنه


د سعودي عرب او پاکستان تر منځه د پخوا راهسي ښې اړېکې دي او په پاکستان کي د سعودي عربستان تر ډيره حده سياسي اثر هم ليدل کيږي. کال ١٩٩٩ کې پوځ لخوا حکومت نه د لرې کیدو ورسته نواز شریف او د هغه کورنۍ د جلاوطنۍ ورځې شپې د سعودي عرب په جده ښار کې تیرې کړې وې
د سعودي عرب او پاکستان تر منځه د پخوا راهسي ښې اړېکې دي او په پاکستان کي د سعودي عربستان تر ډيره حده سياسي اثر هم ليدل کيږي. کال ١٩٩٩ کې پوځ لخوا حکومت نه د لرې کیدو ورسته نواز شریف او د هغه کورنۍ د جلاوطنۍ ورځې شپې د سعودي عرب په جده ښار کې تیرې کړې وې

د سعودي عرب پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيزد پاکستان وزيراعظم محمد نوازشريف د مارچ د میاشت په وړمبۍ هفته کې سعودي عرب ته د ملاقات دپاره بللی دی.

په پاکستان کې د سفارتي اړيکو څيړنکاران وايي دغه بلنه کي د څه قسمه سفارتي پروټوکول، قاعدې يا رسم پابندي نه ليدل کيږي او داسې ښکاري چې لکه دَ سعودي پاچا دغه بلنه په دې خيال ورکړې چې د پاکستان وزيراعظم به هم په دغه هفته کې د سعودي عرب سفر ته تيار وي.

د سفارتي اړيکو ماهر او پخوانے سفارتکار اياز وزير په وينا دَ سفارتي قاعدې او رسم تر مخه د يو رياست مشر د بل رياست مشر ته د بلنې سره د خپلې خوا وخت نشي ټاکلی بلکه دغه د بلل شوي رياست د مشر خوښه وي چې هغه وړومبی بلنه قبلوي او بيا د خپل سفر وخت ټاکي.

اياز وزير په وينا د سعودي عرب لخواه دغه بلنې نه داسې ښکاري چې لکه خپل ډير د نزدې ملګری يي بللې وي ۔ دَ دغه بلنې مقصد په آړه نوموړي وويل کيدی شي د سعودي عرب پاچا په نوي حالاتو کي د پاکستان څخه د رول لوبولو غوښتنه وکړي خو دا هم مُمکن ده چې سعودي عرب دَ هغه مالي کُومک په اړه هم پوښتنه را اوچته کړي چه سعودي عرب تير کال د پاکستان سره تر سره کړی وه.

ياده دې وي د سعودي عرب اوسني پاچا شا سلمان بن عبدُالعزيز تير کال دَ ولي عِهد په حيث د پاکستان سفر په وخت د يو نيم اربه ډالرو مالي کُومک اعلان کړی وو. د آياز وزير په وينا دَ پاکستان دَ خزانې وزير هر څو که دغه کُومک قرضِ حسنه ګرځولی وو خو په دغه مالي امداد هغه وخت سياسي ګوندونو دَ شک څرګندونې کړې وې.

د سعودي عرب او پاکستان تر منځه د پخوا راهسي ښې اړېکې دي او په پاکستان کي د سعودي عربستان تر ډيره حده سياسي اثر هم ليدل کيږي. کال ١٩٩٩ کې پوځ لخوا حکومت نه د لرې کیدو ورسته نواز شریف او د هغه کورنۍ د جلاوطنۍ ورځې شپې د سعودي عرب په جده ښار کې تیرې کړې وې.

تیر کال پیښور کې په ارمي پبلک سکول طالبانو د حملې په تناظر کې د ځېنې تندروه ډلو سره د سعودي عرب د مالي امداد په هکله پوښتنې راپورته شوي وي خو اسلام آباد کې د سعودي عرب سفارتخانې له خپلې خوا سپيناوی هم کړی وو خو څيړنکاران وايي دغه تورونو سعودي عرب په قهر کړی دی.

دَ پيښور يونيورسټۍ د عالمي اړيکو څانګې پروفيسر اعجازخټک وایي سعودي عرب هميشه د پاکستان د دنني سياست نه تر بهرني سياست برخه اغيستې او خپله پاکستاني حکومتونو ورته په خپلو کشالو کښي د لاس وهنې اختيار ورکړی نو ځکه د سعودي پاچا د ايجنډې ښودلو بغير د پاکستان وزيراعظم ته د سفر وخت ټاکلی او ورته يي بلنه ورکړې. د نوموړي په وينا د دغه دورې د ايجنډې اختيار هم سعودي عرب سره دی او هغوي به په خپله خوښه ايجنډه وړاندې کوي.

اعجاز خټک زياته کړه سعودي عرب به غواړي چې په منځني ختېځ کي د سياسي بدلونونو تر څنگ منځنئ آسيا او په خصوصي توگه دَ افغانستان او ايران په آړه دَ سعودي عرب دَ سياسي گټو دپاره پاکستان خپل رول ولو بوي ځکه چه دَ سعودي عرب رول په دغه هر څه کې ډير مُهم گنلے کيږي. ددې سره سره اعجاز خټک په وينا سعودي عرب به په دغه نيوکو هم خبره کوي چه دَ سعودي عرب لخواه دَ ترهه گرو سره کُومک او مالي مرستو په آړه پاکستان کي را اوچتې شوې دي.

څيړنکاران وايي د پاکستان رول چې هميشه دَ سعودي عرب په سيمه کې دَ سياسي ګټو دپاره ډير مُهم گنلی کيږي او اوس په نړيوال سياست کې دغه رول نور هم مهم شوی نو ځکه د سعودي عرب نوي پاچا سلمان بن عبدُالعزيز هم ضروري گني چې دَ پاکستان وزير اعظم محمد نواز شريف سره په دغه صورتحال خبرې اوکړي او دَ دغه را راوان بدلون دَ اِمکان په خاطر دَ پاکستان رول باوري کړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG