لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ریاض او تهران په تیلو وران دي که په عقيده ؟


د پاکستان حکومت د سعودي عرب سره اوگه په اوگه د ودریدلو او د حرمین شریفین د تحفظ خپل لوظ یو وار بیا په یو داسې ناقراره وخت کې تکرار کړی دی چې په منځني ختيز کې په فرقه ایزه بنیادونو د جگړې ورېځې خورې شوې دي- د سيمې د چارو ځاېي او نړیوال څا رونکي واېي چې د تهران اود ریاض جگړه په سيمه کې سخته بې آرامي پیدا کولې شي – په واشنگټن کې د څیړنيزه ادرې پیئویوه تازه نظر پوښتنه (سروی) کې ښودل شوي دي چې په منځني ختيز کې د شیعه او سني تر منځه موجود فرقه ايزه اختلافونه په سيمه کې په خوریدلو دي –

د سني سعودي عربستان او شیعه ایران تر منځه روانې لانجې څیړنه به ددغه درې سوالونو په جوابونو کې لټوؤ- اول .. دسعودي عرب او ايران موجوده جگړه د شیعه او سني تر منځه د سوونو کلنو راهسې راروانې فرقه ایزه جگړې تسلسل دی که په سيمه کې دوه د تیلو خرڅونکو طاقتونو تجارتي جگړه ده؟ دویم - ایا د ایران نه واقعي حرمین شریفين ته خطر دی؟ او که نا- نو بیا څه رنگه پاکستان د یو اسلامي دوست هیواد سره د بل دوست اسلامي هیواد په خلاف ودریږي؟ دریم - د دغه دوه اسلامي هیوادونو او د دوېي د ایتلافیانو تر منځه جگړه به ترهگرو تنظيمونو داعش، القاعده او خماس وغیره ته تر خپلو هدفونو پورې رسیدلو لاره هواره کړي؟

د لومړۍ پښتنې ځواب دادې چې او د شیعه او سني ترمنځه د سوونو کالو راهسې روان فرقه ایزه اختلافونه ددې موجوده جگړې یو اړخ دی خو ځيني نور اړخونه یې هم دي لکه سعودي عربستان سره دا فکر مل دی چې په منځني ختيز کې د عرب انقلاب په نوم شوی اولسي پاڅون په ډیرو عربو هیوادونو کې د لسیزو کالو زړې بادشاهۍ ختمې کړې نو که دغه شان پاڅون د سعودي په لړمون کې وزیږیدلو نو نتيجه به یې د مصر، شام، تیونس یا لیبیا نه بدله نه وي. د موجوده وهابیانو په بادشاهۍ کې د شلمې پیړۍ په دریمه لسيزه کې جوړ شوي سعودي سلطنت د دغه فکر مندۍ غټه وجه د هیواد په جنوب کې د شیعه اقلیتونو لخوا د هیواد خلاف د تازه مظاهرو لړۍ هم ده – بله وجه د تیلو په سر هم ده ایران اوسعودي دواړه د تیلو د نړيواله تنظيم اوپیک تکړه غړي دي او دواړه په گاونډیانو او نړۍ کې خپل مال خرڅوي خو د ایران سره د امريکې او ایتلافیانو په جوهري شخړه د لوظنامې او پابندو اوچتولو نه وروستو وس ایران په نړۍ کې د تیلو خرڅولویو لوی بیوپاري جوړیږي او سعودي عربستان ته د تیلو په نړیواله منډهۍ کې د غه غټ رقيب منظور نه دی-

ځيني څیړنکار واېي وس سعودي عربستان د ایران سره اختلاف په سيمه کې د خپلو کورني مفاداتو لپاره کاروي او د پاکستان په گډون نور سني هیوادونه ځان سره ودروي چې په کور دننه پاڅون او خارجي خطرو خلاف یو داسې مظبوط شپول ودروي چې څوک ورته د ورختلو هڅه ونکړي-

د بل سوال ځواب دادې چې په حرمين شريفين د حملې هیڅ تصور په موجوده اسلامي نړۍ کې نشته دی – کله چې عراق د نولس سوه لس اتیایمې په لسيزه کې په کویت قبضه وکړه او په سعودي یې میزایل ورخوشي کړه نو هم د مقدسه اسلامي مرکزونو په لوري د میزایلو چلولو نه یې ډډه کړې وه- د ایران په شمول یو اسلامي هیواد کله هم نه دي ويلي چې په حرمين شريفين به حمله کوي- په دغه مقدسه ځایونو په اخرني ځل حمله خپله الِ سعود په نولس سوه دوه دیرشم کې کړې وه - څیړونکي واېي د پاکستان لپاره د سعودي په خلاف ودریدل خو ممکن نه دي خو په ملگر تیا کې یې نه ودریدل هم یوه مجبوري ده- په امريکه کې میشت وتلی څیړونکی ډاکټر تقي واېي پاکستان داځل د سعودي سره د ملگرتیا کولو خبره د مطبوعاتو تر حده کوي که چري سعودي په چا حمله کوله نو پاکستان به یې مل نه وي. ښاغلی تقي د پاکستان موجوده تگ لاره خوښوي او واېي پاکستان ځان د ایران او سعودي په لانجه کې یو خوا ته ساتي، خو ځيني څیړونکي بیا دا هم واېي پاکستان به د خپل محسن هیواد په جگړه کې بې پلوه (نیو ټرل) پاتې شي دا گرانه ده- که قیمت یې هر څه وي پاکستان به یو د سعودي سره خامخا ودریږي-

که چري د سعودي او ایران جگړه وشوه نو گټه به ترې تندروه تنظيمونه پورته کړي ؟ د دې پوښتنې ځواب هم هو دی. په شام او عراق کې موجوده وسله وال تنظیم داعش خو د پخوا راهسې د خپل سره خلافت اعلان کړی دی او واېي خپل بیرغ ته به ټول اسلامي بادشا هان او هیوادونه سلامي کوي- د پوليټکټ څیړنیزه ادرې څیړنکار عارف انصار واېي ددې امکان موجود دې چې که چري په منځني ختیز کې جگړه جوړه شوه نو داعش او القاعده به ترې گټه پورته کوي- په ظاهره خو القاعده او داعش د وهابي نظرېی مننوکي ډلی دي خو ددغه ډلو په مفکوره کې شامل مواد د عرب نړۍ بادشاهۍ نه مني- بلې خوا ته سعودي تور پورې کوي چې ایران داعش ته په شام کې حوثیانو ته په یمن کې او حزب الله ته په لبنان کې کومک ورکوي-

په دې ليک کې د سعودي او ایران تر منځه د اختلافونو د نتيجې څه نقشه خو به نه وي راښکل شوی خو څه نقطې داسې دي چې ښاېي د ایران او سعودي تر منځه د اختلافونو یوه نه ډیرې وجې دي. داسې بریښي چې د شیخ نمر په سر تازه تود شوي اُور په شغلو که وس چا اوبه وانه ړولې تو تاوان به یې نه یواځې د وهابي بادشاهانواو د ایراني ایت الله گانو وي بلکه د پاکستان په گډون به پکې ډیر وسوزي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG