لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سردار علي ټکر


رحمان بونیري د سردار علي ټکر سره دهغه په ژوند تفصيلي ویډیو مرکه کړې-
please wait

No media source currently available

0:00 0:34:00 0:00

رحمان بونیري د سردار علي ټکر سره دهغه په ژوند تفصيلي ویډیو مرکه کړې-

د ناروی په اوسلو ښار کښې په لسم دسمبر چې کله ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې انعام (جائزه) اخلي نو د پښتنو ستوری او وتلې هنر مند سردار علي ټکر به دغه مراسم په خپله سندره او موسيقۍ خوندور کوي- نوموړی به د نارويجن نوبل کميټۍ په بلنه "بي بي شيرينه" سندره واېي- په تارېخ کښې لومړې ځل دی چې د نوبل جائېزې په نړيواله مهمو مراسمو کښې به پښتون هنر مند په پښتو کښې سندره واېي- د مراسمو په سبا به سردار علي ټکر د وتلي فلسفي شاعر غني خان مشهور نظم " ای زما وطنه" هم اوروي-

بي بي شيرينه سندره ملاله یوسفزۍ او ټولو پښتنو پیغلو ته د درناوي لپاره د ډيوه ریډیو همکار او وتلي خبریال بهروز خان ليکلې، سردار علي ټکر ویلې او د وي او ای ډيوه ریډیو په سهارنۍ خپرونه کښې هره ورځ د (بي بي شیرنې) په برخې کښې نشر کېږي

ځمونږ همکار رحمان بونیري د سردار علي ټکر سره دهغه په ژوند دا تفصيلي ویډیو مرکه کړې-

دا مرکه کوم تن، اداره بې تپوسه کارولې شي -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG