لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانان واېي په پاکستان بیا باور ته تیار دي


جنرال شیر محمد کريمي نن زما سره په پروگرام واشنگټن ټو خیبر کې زما د اندازې نه هم ډیر زیات خوشبينه معلومیدلو او دَ روغې جوړې په لهجه کې یې خبرې کولې-

جنرل راحيل شريف د خپلې سر لښکرۍ په روانه موده کې په شپږم ځل کابل ته تلی دی — د هغه د نني د اتوارد ورځې د سفر نه څو شیبې مخکې د پاکستان د طاقتوره پوځ مطبوعاتي څانگې ويلي دي"د پوځ سرلښکر په روڼ نيت د افغانستان سره د پلې د انتظام او امن عمل بیا تازه کولو په خاطرکابل ته روان دی" دا د امن دعمل مطلب څه دی؟ څېړونکي ددې تپوس یو سکوټ او په دوه ټکو کې ځواب داسې واېي چې پاکستان به مرورو طالبان د خبرو میز ته بیا راولي او د افغان مشرانو سره به یې خبرو ته کښېنوي-- بل پلو ته افغانان واېي دوېی غواړي چې په پاکستان باور وکړي—افغانان دغه شان معنی' خیزه خبرې ولې کوي؟ څیړونکي واېي په تیرو څو کالو کې په روڼ نيت د افغانستان د امن پروسه کامیابه کولو خبره پاکستان بیا بیا کړې ده خو کله یې هم خپل لوظونه پاللي نه دي- ځکه وس افغانان محتاط هم دي او معنی' خیزه خبره کول یې مجبوري هم ده هسې نه چرته بیا تېر نه وځي-

جنرال شیر محمد کريمي نن زما سره په پروگرام واشنگټن ټو خیبر کې زما د اندازې نه هم ډیر زیات خوشبينه معلومیدلو او دَ روغې جوړې په لهجه کې یې خبرې کولې- جنرال کريمي د افغان ملي ځواکونو پخوانې مشر دی ، ښاغلی کريمي واېي چې " تیرې خبرې باید تاريخ ته وسپارو، ترهگر څوک دي، چرته وو او چرته روزل کیدل دغه خبره به وس تاریخ ته پریږدو، ولې دا چې کوم نوي اقدامات کیږي که چري دا په صداقت او اخلاص سره وي هم دغه د افغانانو اثاثي غوښتنه ده، د جنرال راحیل شريف افغانستان ته راتگ او د سولې زیرې راوړل ډیره ښه خبره ده" جنرال کريمي د وسني پاکستاني پوځي مشر جنرال راحیل شريف او وزیراعظم نواز شريف سره ډیر د نزدې نه څو څو ځله لیدلي دي او د افغانستان د سولې په سر او دوه اړخیزه چارو یې ورسره څو ځله خبرې کړي دي- جنرال کريمي واېی پخوا ډیرې هڅې شوي دي خو نتيجې یې منفي راوتلي دي، ښاغلی کريمي زیاتوي وس هم زیاتره افغانان شکونه کوي او ډیرې بدگمانۍ موجود دي، خو باوجود ددغه بدگمانو د جنرال راحیل شريف د موجوده سفر او امن پلو ته اخستونوکو قدمونو ته جنرال کريمي خوشحاله دی او هر کلی یې کوي-

نن د صدر اشرف غني د دفتر، ارگ، نه خور شوی یو مهمه بیان کې ويل شوي دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پرچاو شوې عمل دې بیا روان شي.

دغه بیا ن واېي چې " دواړو لوریو موافقه وکړه، چې د طالبانو له هغو ډلو سره به د سولې او خبرو بهیر ته، چې مذاکرې او پخلاینې ته تیار دي ادامه ورکړي او هغه ډلې چې ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي له هغوی سره به د هغه چوکاټ له مخې چلند وشي، چې دواړه لوري پرې توافق وکړي،"

د افغان چارو ماهر رحیم الله یوسفزۍ گمان کوي جنرال راحیل شريف به تش لاس کابل ته نه وي ورغلی ،ارو مرو به یې ځان سره څه وړانديزونه او پلانونه وړي وي، یوسفزۍ صیب هم په خپلو خبرو کې دا تاثر ورکړو چې دا ځل ورته دغه روان کړې شوي کوششونه ښه ښکاري- یوسفزۍ صیب واېي "پاکستان به دا ځل هم په طالبانو فشار اچوي او خبرو ته به یې کښینوي" خو یوسفزۍ صیب دا هم واېي چې د خبرو روانولو عمل د مخکې په پرتله گران دی ځکه چې وس په افغان طالبانو کې دوه ډلې دي او د دواړو سره به خبرې کول غواړي-

طالبان څه غواړي ؟

طالبان څه غواړي ؟ دا تپوس مې په اسلام اباد کې د طالبانو د چارو څارونکي وتلي څیړونکي او خبریال طاهر خان نه وکړو، ښاغلی خان واېي د طالبانو سره یې وخت په وخت په مختلفو لارو چارو خبری کیږي هغوئي (طالبان) ډیر زر د مذاکراتي عمل شورو کیدلو امکان نه ويني خو د سیاسي عمل او امن خبرو اترو پروسې نه انکار هم نه کوي، خان زیاتوي "د هغوئي (طالبانو) ځيني شکایتونه هم دي، هغوئي (طالبان) دا واېي چې موجوده ملي یو والي حکومت د امن په پروسه یو نه دی، بل هغوئي (طالبان) دا هم غواړي چې داسې شرائط پیدا شي چې د سولې پروسې ته بیا لاره سمه شي، دوئم هغوئي (طالبان) د قطر د دفتر د بیا پرانستلو او په رسميت پیژندلو غوښتنه کوي، هغوئي (طالبان) په دې هم خفه دي چې دافغانستان حکومت پاکستان ته ولې رجوع کوي، پاکستان د هغوئي (طالبانو) په نظر کې یو سهولت کار خو کیدلې شي خو دا سوچ سم نه گڼي چې طالبان دې په پاکستان پورې وتړل شي" - طاهر خان خوش بينه دې چې وس که چري خبرې کیږي نو ممکنه ده د طالبانو سياسي دفتر پکې هم شامل شي-

د افغان حکومت او پاکستان حکومت دعوو، د پخوانو جرنیلانو او څیړونکو څېړنو او د طالبانو شرطونو او گیلو مانو ته که په غور وکتل شي نو داسې ښکاري چې په سيمه کې د دواړه ملکونو خلق د امن میوه خوړې شي خو یوه خبره چې په دې ټوله منظر نامه کې ډیره ځلیږي هغه دا شک دی چې په ظاهره سهولت کار خو ددې لوبې دمنځ لوبغاړې پاکستان وس هم ځيني وسله وال په خپل سیوري کې ساتل غواړي او په پټو سترگو اعتبار کول به پرې د افغانانو لپاره اسان نه وي -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG