لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راحيل شريف: دترهگرۍ په ضدجنگ کې پاکستان ډېرې قربانۍ ورکړي


 پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف چې د امريکې په دوره دی ، او هلته نوموړي د اعلي امريکايي پوځي چارواکو نه علاوه د امريکې د قانون سازو سره هم ليدلي دي .
پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف چې د امريکې په دوره دی ، او هلته نوموړي د اعلي امريکايي پوځي چارواکو نه علاوه د امريکې د قانون سازو سره هم ليدلي دي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي ، پاکستان د ترهگرۍ په نره مقابله کړې ، او نړيواله ورورولي دې د پاکستان د دغو قربانو اعتراف وکړي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف چې د امريکې په دوره دی ، او هلته نوموړي د اعلي امريکايي پوځي چارواکو نه علاوه د امريکې د قانون سازو سره هم ليدلي دي .

د پوځ د وياند مېجر جنرال عاصم سليم باجوه ترمخه د پوځ سرلښکر د کيليفورنيا په اسټېن فورډ کې په بحث کې وئيلي ، چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد جنگ کې ډېر قېمت ادا کړی دی .

د هغه په وينا د پاکستان اولس د ترهگرۍ په ضد جنگ کې يو دی ، او په دغې جنگ کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي دي . نوموړي وئيلي د دغو قربانو دې په نړيواله کچه اعتراف وشي .

پاکستان په کال ۲۰۰۱ کې د ترهگرۍ په ضد په نړيواله کچه د پېل شوؤ هڅو ملگرتيا کوي ، او پاکستان خپله هم د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ ښکار دی ، او په دغې جنگ کې تراوسه پورې پاکستان کې په زرگونو کسان وژل شوي او معيشيت ته يي په اربونو روپۍ زيان هم اوړېدلی دی .

جنرال راحيل شريف د کال ۲۰۱۰م نه وروستو د پاکستان لمړی پوځي سرلښکر دی چې د امريکې په دوره تلی دی ، او دغې دوره د دواړو هيوادونو ترمينځ پوځي اړيکو ته د ودې ورکولو په لړ کې مهمه گڼل کيږي .

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د جون په مياشت کې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد پوځي عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه پورې د ملکي او بهرملکي جنگيالو په گډون د ۱۲۰۰ نه زيات جنگيالي وژل شوي دي .

د پوځ سرلښکر د امريکې په خپله دوره کې د امريکايي چارواکو سره په ليدنو کې د ترهگرۍ په ضد روان جنگ کې د پوځي عملياتو په اړه تفصيلي احوال هم شريک کړی دی .

جنرال راحيل شريف امريکايي چارواکو ته وئيلي چې د اخري ترهگر د خاتمې پورې به د جنگيالو په ضد پوځي عمليات دوامداره ساتلی شي .

د امريکې د سېنېټ د مختلفو کمېټو غړو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د پاکستاني پوځ د عملياتو په نتيجه کې د لاس ته راوړنو ستائنه کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG