لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل شريف د شپږو ترهگرو د تېزندي کولو منظوري ورکړې


پوځي وياند د تېزندي کېدونکو قېديانو نومونه نه دي په ډاگه کړي .
پوځي وياند د تېزندي کېدونکو قېديانو نومونه نه دي په ډاگه کړي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هغو شپږو مهمو ترهگرو ته د تېزندۍ ورکولو منظوري ورکړې ، چاته چې پوځي عدالتونو د پهانسۍ سزا اورولې وه .

د پوځ وياند مېجر جنرل عاصم سليم باجوه يو ټويټ کې وئيلي ، چې د پوځ سرلښکر نن د شپږو ترهگرو په ډېتهـ وارنټ (تېزندۍ) دستخط کړی او دويې ته به د قانون لاندې تېزندي ورکولی شي .

پوځي وياند د تېزندي کېدونکو قېديانو نومونه نه دي په ډاگه کړي .

دغو ترهگرو ته پوځي عدالتو د تېزندۍ سزا اورولې وه ، او راپورونه وايي دويې به په راتلونکو دوه ورځو کې تېزندي کړی شي .

د پوځي سرلښکر لخوا شپږو ترهگرو ته د تيزندۍ ورکولو پرېکړه يوه ورځ وروستو له هغې مخې ته راغلې ، چې وزيراعظم نوازشريف د نهې په ورځ پېښور کې په سکول د خونړي بريد نه پس په ملک کې ترهگرو ته د مرگ سزا نه د بنديز پورته کولو منظوري ورکړې ده .

د ځايي ميډيا ترمخه د داخله وزارت لخوا د څلورو واړو صوبو د پوليس چارواکو ته د ۶۳ قېديانو فهرست هم لېږل شوی ، چاته چې د پهانسۍ سزا اورول شوې ده .

راپورونه وايي داخله وزارت د هغو ۱۷ قېديانو نومونه هم ښکاره کړي دي څوک چې به په لمړي پړاؤ کې تېزندي کولی شي ، او د هغويي د رحم خواستونه صدر رد کړي دي . او په دغې لړ کې د کراچۍ ، لاهور ، فېصل اباد ، سکهر او مردان جېلونو چارواکو ته د تېزندۍ په سزا د عمل کولو امر ورکړی شوی دی .

د راپورونو ترمخه په تېزندي کېدونکو سزاوارو کې په جي اېچ کيو ، لاهور کې د سري لنکا په ټيم او کراچۍ کې د سمندري ځواکونو په مرکز د حمله کوؤنکو سره د ترهگرۍ په نورو غټو پېښو کې ککړ قېديان شامل دي ، چا ته چې عدالتونو د وړاندې نه د پهانسۍ سزا اورولې ده .

پاکستان کې چې د کال ۲۰۰۸م نه وروستو په کوم سول عدالت کې اورول شوې د تېزندۍ سزا نه ده عملي شوې ، او د انساني حقونو د تنظيم څوک چې د تېزندۍ د سزا مخالفت کوي ، د دغې تنظيم د شمېرې ترمخه پاکستان کې د ۸۰۰۰ نه زياتو قېديانو ته د پهانسۍ سزا اورل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG