لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجابي طالبانو د وسله والو عملياتو پرېښودو اعلان کړی

د پنجابي طالبانو مشر په ويډيو پيغام کې وئيلي ، چې په افغانستان کې به کاروايانې جاري ساتي ، او د ملک په قبائيلي سيمو کې موجودو نورو وسله والو باندې يې غږ کړی ، چې د پاکستان د حکومت سره دې خبرو اترو ته کښېني .

د پاکستاني طالبانو د تحريک د چهترۍ لاندې د پنجابي طالبانو تندروه وسله واله ډلې اعلان کړی ، چې په ملک کې دننه به پُرتشدده کاروايانې نه کوي .

د پنجابي طالبانو د مشر عصمت الله معاويه دغه پيغام د خالي په ماښام مخې ته راغلی دی ، چې پکې هغه د وسله والو عميلياتو پرېښودو وئيلي ، او زياته کړې يې ده ، چې دغه پرېکړه يې د دينې علماؤ سره د خبرو او صلاح وورستو کړې ده .

د پنجابي طالبانو مشر په ويډيو پيغام کې وئيلي ، چې په افغانستان کې به کاروايانې جاري ساتي ، او د ملک په قبائيلي سيمو کې موجودو نورو وسله والو باندې يې غږ کړی ، چې د پاکستان د حکومت سره دې خبرو اترو ته کښېني .

عصمت الله معاويه د حکومت نه د کډوالو د بيا بحالۍ ، او افغانستان کډوال شوؤ خلکو باندې بيرته ملک د راستنېدو غږ هم کړی دی .

د پنجابي طالبانو لخوا په ملک کې د وسله والو عملياتو د پرېښودو په پريکړه د پاکستاني طالبانو کوم دريز مخې ته نه دی راغلی ، خو عصمت الله معاويه دغه اعلان په داسې وخت کی کړی دی ، چې د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جون د ۱۵م نېټې راهسې د تندروه وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چي دغه عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

د پاکستان پوځ ادعا کوي ، چې د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه په گډون يې په نورو نزدو علاقو کې د وسله والو طالبانو مهم مرکزونه تباه کړي ، دغه علاقې يې پاکې کړي ، او په عملياتو کې يې نزدې ۱۰۰۰ ملکي او بهرملکي ترهگر وژلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG