لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خطیز یوکراېن: وسله والو دسرکاري ودانیو قبضه جاري ساتلې


په خطیز یوکراېن کې دفشار کمولو لپاره د ماسکو او کیو حکومت د معاهدی وروستو هم روس پلوه وسله والو د جمعی په ورځ د سرکاري ودانیو نیول جاري ساتلی.

د روس پلوه وسله والو مشر ډینس پیشیلن وېلي د هغه خلک ددی پابند نه دي چې د زیارت د ورځې شوي معاهده اومني او زیاته کړې ېې ده د یوکراېن د حکومت د لرې کیدو پوری به مظاهرې جاري ساتي.

تیره ورځ دغه معاهده د یوکراېن، روس، امریکا او اروپاېي اتحاد د خبرو اترو ورستو شوې وه. او په دوانړو حکومتونو غږ شوی وو ټولی سرکاري ودانۍ به خالي کوي او وسله وال کسان به بی وسلې کوي. خو پدغه لوظنامه کې د یوکراېن د شخړی ختمولو ډیر کم کوټلي ګامونو خبره شوې وه.

تیره ورځ په جنیوا کې د خبرو اترو وروستو په یو ګډه بیانیه کې څلورو خواو دا هم وېلي وو هغه مظاهرچیانو ته به عامه معافي ورکړې کیږي څوک چې سرکاري ودانۍ پریږدي او خپلې وسلې کیږدي.

د اوؤپانړو پدغه لوظنامه کې نه خو د روس نه دا غوښتنه شوې چې د یوکراېن سره په پوله پراته ۴۰ زره عسکر دي واپس کړي او نه ېي په روس دا زور راوستې چې د یوکراېن د موقتي حکومت سره دی نیغ په نیغه خبری اوکړي.

د امریکا صدر بارک اوباما وېلي وو واشنګټن به په روس باندی اقتصادي بندیزونه تر هغې جاري ساتي تر څو چې روس په یوکراېن کې د حالاتو خه کولو لپاره کوټلي ګامونه نه وي پورته کړي. د یوکراېن وزیراعظم د جمعې په ورځ پارلیمان ته وېلي د بخښنې د معاهدی پابندي به کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG