لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې صدر باراک اوباما هند ته په دوره رسېدلی


صدر باراک اوباما په کال ۲۰۱۰م کې په لمړي ځل د هند دوره کړې وه ، او دا د نوموړي د هند دوهمه سرکاري دوره ده .
صدر باراک اوباما په کال ۲۰۱۰م کې په لمړي ځل د هند دوره کړې وه ، او دا د نوموړي د هند دوهمه سرکاري دوره ده .

د امريکې صدر باراک اوباما نن د اتوار په ورځ سحر هند ته په درې ورځنۍ تاريخي دوره رسېدلی دی ، نوموړی د امريکې لمړی صدر دی چې د گل په ورځ به هند کې د جمهوريې د ورځې په دستوره کې گډون کوي .

د نوي دهلي هوائي ډگرباندې د هند وزيراعظم نريندر مودي د امريکې د صدر باراک اوباما او د هغه د مېرمن مشيل اوباما هرکلی کړی دی .

د امريکې د صدر د دورې په مهال هند کې د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي ، په نوي دهلي کې د پوليس او پوځ نزدې پنځوس زره عسکر د امنيت په موخه ځايي په ځايي کړی شوي دي ، او په ښار کې پنځلس زره کېمرې د څارنې دپاره لگول شوي دي .

باراک اوباما ته په صدارتي ماڼۍ کې د هند صدر پرناب مکرجي هرکلی وئيلی ، گارډ اف انر ورته ورکړی شوی او د ۲۱ توپو سلامي ورته هم شوې ده .

صدر باراک اوباما په کال ۲۰۱۰م کې په لمړي ځل د هند دوره کړې وه ، او دا د نوموړي د هند دوهمه سرکاري دوره ده .

د راپورونو ترمخه د امريکې صدر به دهلي کې د اتوار ورځ ډېره مصروفه تېروي ، او د نورو پرواگرامونو سره به د کوربه وزيراعظم نريندرمودي سره د خبرو اترو پېل کوي .

د راپورونو ترمخه صدر اوباما او نريندر مودي به د تجارت ، امنيت ، جوهري قوت او ماحولياتي بدلون په اړه يو بل سره خبرې اترې کوي .

صبا د گل په ورځ به نوموړی د هند يوم جمهوريې په دستوره کې گډون کوي ، او د هند او امريکې د کاروباري خلکو ته به يوه دستوره کې وينا کوي . نوموړی به د خپلې دورې په اخرنۍ ورځ د دواړو ملکونو د اړيکو متعلق د خپلې تگ لارې لاندې وينا هم کوي .

د نهې په ورځ د نوموړي په دوره کې د تاج محل سېل کول هم شامل ؤ ، ولې دغه پروگرام ځنډول شوی او په دغې ورځ به صدر باراک اوباما سعودي عرب ته ځي او هلته به د سعودي عرب د باچا عبدالله بن عبدالعزيز په مړينه تعزيت کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG