لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوپ فرانسس په کانګرس د بی وسه خلکو د مرستو غږ کړی


Pope Francis waves from the Speaker's Balcony after concluding his addresses before a joint meeting of the U.S. Congress, Sept. 24, 2015.
Pope Francis waves from the Speaker's Balcony after concluding his addresses before a joint meeting of the U.S. Congress, Sept. 24, 2015.

د عیسایانو ستر مشر پوپ فرانسس چې د امریکا په سفر دی نن په واشنګټن دي سي کې د امریکا کانګرس ته د وینا په وخت په قانون دانانو غږ کړی د بې وسه اوغریبو امریکایانو لپاره دی د زړه نه کار اوکړي. د کانګرس په تاریخ کې دا ړومبی ځل وو چې د عیسایانو ستر مشر دغلته وینا کوله.په خپله وینا کې پوپ فرانسس زیاته کړی یوه سیاسي ټولنه هغه وخت وده مومي کله چې پکې د حاجت مندو د ضرورتونولپاره کارروان وي. هغه د کانګرس په غړو غږ اوکو چې دا ستاسو ذمه واري ده چې په خپله قانون سازۍ کې د امریکاېي قام د ودی لپاره کار اوکړۍ.

په کانګرس کې د ۵۰ دقیقو یا منټو په خپله وینا کې پوپ فرانسس په یو شمیر حساسو موضوګانو هم خبری کړي لکه په منځني ختیز کې د جګړو د لاسه د کډوالو ستونزه چې اوس زیات تره دغه کډوال اروپا ته روان دي. هغه د کډوالو د ستونزی، د ماحولیاتو یا چاپیریال کې د بدلونو لپاره هم د نړیوالو ګامونو پورته کولو غږ اوکړو.

د کانګرس د ودانې نه بهر په زرګاوو خلکو دغه هر څه په لویو لویو پردو نېغ په نېغه کتل. پوپ فرانسس په انګریزۍ ژبه کې په مزه مزه خبری کولې او کله کله به پکې لږ وخت دمه هم واغسته. کله چې به خلکو د هغه په خبرو د لاسونو پړقا کوله.

د ارجنټاېن سره تعلق لرونکي پوپ فرانسس په خپله وینا کې اوېل چې هغه امریکا ته د یو قام په هیڅ ګوري چې خلک ېې هم په امریکا کې د ځنو پېژندلو کسانو نه ډیر اثر اغستې. په خپله وینا کې هغه د امریکا د پخواني صدر ابراهم لنکن، د بشري حقونو لپاره کار کونکې مشر مارټن لوتهر کنګ، او د دوؤ نورو مذهبي مشرانو یادونه هم اوکړه.

د پوپ فرانسس د وینا ځنې برخې تاسو په لاندینۍ ویډیو کې اوریدې شۍ.

http://www.voanews.com/media/video/pope-francis-speech-to-congress-remarks-on-refugee-crisis/2977027.html

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG