لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نوازشريف هند ته رسېدلی


وزيراعظم نوازشريف به نن ماښام د نريندرمودي د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د پاکستان نمائندگي کوي
وزيراعظم نوازشريف به نن ماښام د نريندرمودي د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د پاکستان نمائندگي کوي

د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف په دوه ورځنۍ دوره نن د گل په ورځ هند ته رسېدلی دی ، او نوموړی به نن ماښام د هند د نوي جوړيدونکي وزيراعظم نريندرمودي د وزيراعظمۍ د څوکۍ څوگند پورته کېدو په دستوره کې گډون کوي . د افغانستان صدر حامد کرزی هم د مودي د څوگند په دستوره کې د گډون دپاره دهلي ته رسېدلی دی .
وزيراعظم نوازشريف د هند د سفر نه وړاندې جاري کړي خپل يو بيان کې وئيلي ، چې پاکستان د هند په گډون ټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي . نوموړي وئيلي چې د امن د پيغام سره هند ته ځي ، او د هندي مشرانو سره به د دواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ په ټولو امورو خبرې کوي .
د پاکستان او هند په تاريخ کې دا لمړی ځل دی ، چې دپاکستان کوم وزيراعظم د هند د وزيراعظم د څوگند پورته کيدو په دستوره کې گډون کوي .
د هندي ميډيا ترمخه د هند د نوي جوړيدونکي وزيراعظم نريندرمودي د وزيراعظمۍ د څوکۍ د څوگند پورته کيدو دستوره به نن ماښام په دهلي کې ترسره کيږي .
د هند په ټاکنو کې بهارتي جنتيا پارټۍ تاريخې گټه ترلاسه کړې ، او د دغې پارټۍ لخوا د وزيراعظمۍ دپاره نومول شوي کانديد نريندرمودي د پاکستان وزيراعظم په گډون د سارک تنظيم هيوادونو مشرانو ته بلنه ورکړی شوې وه ، چې د وزيراعظم د څوکۍ د څوگند پورته کيدو په دستوره کې گډون وکړي .
وزيراعظم نوازشريف به نن ماښام د نريندرمودي د څوگند پورته کيدو په دستوره کې د پاکستان نمائندگي کوي ، او ټاکل شوې چې صبا د نهې په ورځ به د هند نوي وزيراعظم نريندرمودي او صدرپرناب مکهرجي سره بيل بيل ملاقاتونه کوي .
د دغو ليدنو په اړه کوم تفصيل مخې ته نه دی راغلی خود سرچينو ترمخه په ملاقاتونو کې به د پاکستان لخوا د دواړو هيوادونو ترمينځ د مذاکراتو بيا بحالۍ او اړيکو معمول ته د راوستو په لړ کې تجويزونه وړاندې کولی شي .
نوازشريف سره د هند په دوره د هغه د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ، معاون خصوصي طارق فاطمي او د وزيراعظم سياسي سيکرټري اصف کرماني هم تلي دي .
سياسي څيړونکې د نريندرمودي لخوا د پاکستان وزيراعظم ته بلنه ورکول د اهميت وړ گڼي ، او وايي چې نريندرمودي وړاندې څو ځله د پاکستان په اړه د بيانونو ترحده سخت دريز خپل کړی دی ، او څو ځله يې په پاکستان نيوکې هم کړي دي .
په عين حال کې چې نن د پاکستان وزيراعظم د هند سفر کړی ، نوموړي د اتوار په ورځ د پاکستان د کراچۍ او حيدراباد د زندانونو څخه د ۱۵۱ هندي ماهي گېرو خوشي کولو او ۵۷ کشتو د پرېښودو امر کړی ؤ ، او دغه ماهي گير به نن د لاهور په واهگه بارډر باندې هندي چارواکو ته سپارلی شي ، د پاکستان د چارواکو په وينا دغه گام يې د خيرسگالۍ په توگه پورته کړی دی .
د نريندر مودي د وزيراعظمۍ د څوگند پورته کيدو په دستور کې د پاکستان د وزيراعظم نواشريف سره د افغانستان صدر حامد کرزی ، د مالديپ صدر عبدالله يامين عبدالقيوم ، د سري لنکا صدر مهندرا راج پکشی ، د نيپال پخوانی وزيراعظم سشيل کوئراله او د بهوټان وزيراعظم شيرنگ توگبی هم گډون کوي .
له دې نه علاوه د هند تير حکومتي واکمه گوند کانگرس پارټۍ د مشرانو سره د هيواد د نورو سياسي مشرانو او د لوبو ياد لوبغاړي او ياد فلمي هنرمندان هم دغې دستورې ته بلل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG