لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: نښتو کې اووه وسله وال او دوه امنيتي سرتيري وژل شوي


وژل شوؤ وسله والو کې د طالبانو يو کمانډر مصطفي عرف منان وژل شوی ، او په نورو وژل شوؤ وسله والو د يو پېژندگلو د هدايت عرف سليم په نوم شوې ده .
وژل شوؤ وسله والو کې د طالبانو يو کمانډر مصطفي عرف منان وژل شوی ، او په نورو وژل شوؤ وسله والو د يو پېژندگلو د هدايت عرف سليم په نوم شوې ده .

د پاکستان خېبرپښتونخوا سرښار پېښور سره جوخته نيمه قبائيلي سيمه کې د وسله والو په ضد عملياتو کې د طالبانو د يو کمانډر پشمول پينځه وسله وال وژل شوي دي ، بل لور ته د چارسدې شبقدر تحصيل سره نزدې په مېچنۍ علاقه کې هم يوه چهاپه کې دوه وسله وال او نښته کې دوه امنيتي سرتيري وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا نن د خالي په سحر وختي د اېف ار پېښور په متنو سيمه کې د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمينځ يوه نښته شوې ، او چارواکي نښته کې د پينځه ؤ وسله والو د وژنې ادعا کوي .

د سرچينو ترمخه وژل شوؤ وسله والو کې د طالبانو يو کمانډر مصطفي عرف منان وژل شوی ، او په نورو وژل شوؤ وسله والو د يو پېژندگلو د هدايت عرف سليم په نوم شوې ده .

چارواکي وايي مصطفي د بدامنۍ په يو شمېر پېښو کې ادارو ته مطلوب وو .

بل لور د چارسدې شبقدر تحصيل سره نزدې په مېچنۍ علاقه کې هم وسله والو سره يوه نښته کې دوه تُندلاري او دوه امنيتي سرتيري وژل شوي دي .

د ځايي چارواکو په وينا د مېچنۍ په باډي کورونو علاقه کې تېره شپه ناوخته پوليس او د ملېشې ځواکونو په يو کور د مشکوکو ترهگرو د موجودگۍ په خبر چهاپه ووهله ، او په دغه مهال د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمينځ مقابله شوې ده .

راپورونه وايي په دغې نښته کې د پوليس يو افسر عشرت يار او د ملېشې يو حوالدار وژل شوي دي .

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو او قبائيلي سيمو کې د وسله والو په ضد عمليات په داسې مهال تُند کړی شوي دي ، چې پينځه ورځې وړاندې پېښور کې په ارمي پبلک سکول وسله والو طالبانو بريد کړی ، او د سکول د ماشومانو په گډون پکې ۱۴۱ کسان وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG