لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په سکول شوې حملې نړۍ لړزولې


پاکستان کې په سرکاري توگه د درې ورځو د ماتم اعلان شوی او په سرکاري ودانو بېرغ نيم کښو کړی شوی دی .
پاکستان کې په سرکاري توگه د درې ورځو د ماتم اعلان شوی او په سرکاري ودانو بېرغ نيم کښو کړی شوی دی .

د نهې په ورځ پېښور کې په سکول د شوې حملې چې د ۱۳۲ماشومانو په گډون پکې ټول ۱۴۱ کسان وژل شوي ، د دغې بريد په نړيواله کچه غندنه شوې ده .

يو لور ته که دغې پېښې د گلونو ښار پېښور لړزولی ، گرده پښتونخوا يې غمجنه کړې او پاکستان کې يي ماتم جوړ کړی ، او د نړۍ په کچه د ترهگرۍ د دغې بريد په سختو ټکو کې غندنه شوې ، نو بل لور ته يي د پاکستان مشران يو ځايي کښېناستو ته تيار کړي دي .

پاکستان کې په سرکاري توگه د درې ورځو د ماتم اعلان شوی او په سرکاري ودانو بېرغ نيم کښو کړی شوی دی .

د امريکې صدر باراک اوباما او خارجه وزير جان کېري ـ وزيراعظم نوازشريف ته ټيليفون کړی ، او د پېښور په پېښه يي ورسره د خپل حکومت او امريکې د اولس لخوا د افسوس او همدردۍ څرگندونه کړې ده .

د سپينې ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې صدر باراک اوباما د پېښور په سکول د حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې ، پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو د کورنو سره يي د همدردۍ څرگندونه کړې ، هغه زياته کړې ترهگرو سکول په نخښه کړو او يو ځل يي بيا خپلې ناوړې ارادې ښکاره کړي .

نوموړي وئيلي د پاکستان سره کلک ولاړ يو ، او څرگندونه يي کړې ده چې د پاکستان سره به د ترهگرۍ په ضد جهگړه او سيمه کې د امن په ځايې کېدو پورې مرستې دوامداره ساتو .

د افغانستان صدراشرف غني احمدزي هم نوازشريف سره په ټيليفون خبرې کړي ، او د افغانستان د خلکو په استازيتوب يې ورسره په دغه غمجنه پېښه خواخوږي او ډاډگېرنه وړاندې کړې ، نوموړي وئيلي د پاکستان سره په دغې غم کې شريک يو ، او د حملې د غندنې سره يې دغه کار غېرانساني عمل گرځولی دی .

د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون د فرانس صدر فرانکيوس هاولينډ ، جرمني چانسلرې انجيلامرکېل ، د برطانيي وزيراعظم ډېوډ کېمرون او د ترکي صدر رجب طيب اردگان هم د پېښور په سکول د حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې ، او پاکستان سره يي د ترهگرۍ په ضد جهگړه کې د ملاتړ څرگندونې کړي دي .

د هند وزيراعظم نريندرمودي هم په دغه پېښه د افسوس څرگندونه کړې او نن يي په هيواد کې اعلان کړی ، چې په سکولونو کې دې د پېښور په سکول کې د ماشومانو سره د همدردۍ د اظهار په لړ کې دوه منټه خاموشي وکړي .

د پېښور په سکول د ترهگر بريد په اړه د گردې نړۍ نه په سوشل ميډيا ټويټر او فېس بک باندې پېغامونه ورکول کيږي ، د نړۍ د هر گوټ نه خلک د دغې پېښې غندنه کوي ، د پېښور د ماشومانو سره د خواخوږۍ څرگندونې کوي ، او ډېرو کسانو په دغې غم کې په سوشل ميډيا دخپلو عکسونو ځايونه تور کړي ، او د پېښې مذمت يي کړی دی .

د پېښور پېښې که يو لور ته د ملک هر وگړی دړدولی ، نو بل لور ته يي ملکي مشران دې خبرې ته تيار کړي ، چې يو ځايي شي او د ترهگرۍ نه د خلاصي دپاره تگ لاره جوړه کړي .

د نهې په ورځ چې دغه پېښه رامنځته شوې وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف پېښور ته رسېدلي ، او نن د شورو په ورځ نوازشريف په پېښور کې د پارليماني سياسي ډلو غونډه رابللې ده ، چې په هېواد کې د ترهگرۍ د مخنيوي دپاره په کوټلې تگلاره خبرې وکړی شي . د حکومت په ضد د تحريک چلوونکې ډلې تحريک انصاف مشر عمران هم په غونډه کې د گډون کولو وئيلي دي .

بل لور ته په ځايي او نړيوالو مطبوعاتو کې د پېښور په پېښه ځانگړي رپورټونه او پاڼې خپرې کړی شوي دي ، ځايي مطبوعات داسې هم وايي چې پاکستان کې په لمړي ځل ټولو سياسي مشرانو د دغې پېښې غندنه کړې او وئيلي يې دي چې نور د ترهگرۍ نه د خلاصي دپاره يو ځايې کيدل او تگ لاره جوړول ضروري شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG