لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرويز مشرف د اي سي ايل څخه نوم ويستو دپاره خواست


پرويز مشرف نوم د کال ۲۰۱۳م د اپريل په پينځمه نيټه داخله سيکرټري په اي سي ايل کې په هغه د کيسونو د اوريدنې په موخه اچولی ؤ .
پرويز مشرف نوم د کال ۲۰۱۳م د اپريل په پينځمه نيټه داخله سيکرټري په اي سي ايل کې په هغه د کيسونو د اوريدنې په موخه اچولی ؤ .
پخواني پوځي صدر (ر)جنرال پرويز مشرف سندهـ هائي کورټ ته خواست اوکړو ، چې د هغه نوم دې د ايگزټ کنټرول لسټ ٫٫ د ملک نه بهرتلونکي فهرست ٬٬ (اي سي ايل ) څخه اوباسي .
د پرويز مشرف لخوا د سندهـ صوبې ستره محکمه کې د اي سي ايل څخه د نوم ويستو خواست نن د گل په ورځ د هغه وکيل فروغ نسيم داخل کړی دی . او فروغ نسيم په دغه خواست کې د سيکرټري داخله لخوا د اي سي ايل په اړه پريکړې هم چيلنج کړي دي .
د راپورونو ترمخه د صوبې د سترې محکمې مشر قاضي جسټس مقبول باقر دغه خواست د اوريدنې دپاره منظور کړی ، او د دوه کسيزه ججانو بنچ ته ليږلی دی .
د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف نوم د کال ۲۰۱۳م د اپريل په پينځمه نيټه داخله سيکرټري په اي سي ايل کې په هغه د کيسونو د اوريدنې په موخه اچولی ؤ .
اي سي ايل کې د هغو کسانو نوم اچولی شي ، چې په هغو د ملک نه د بهر تلو بنديز وي .
فروغ نسيم په خواست کې موقف خپل کړی دی چې د پرويز مشرف په ضد يو هم داسې کېس نشتی ، چې په هغې کې مشرف ته عدالت ضمانت نه وي ورکړی . ځکه محکمه دې د مشرف نوم د اي سي ايل څخه اوباسي ، چې هغه دخپلې ناروغه مور پښتنې له بهر هيواد ته لاړ شي .
د خواست کولو وروستو فروغ نسيم ميډيا سره خبرو کې ووئيل چې د تېري مياشتې په ۳۱م نيټه ځانگړې محکمې پرويز مشرف ته د علاج دپاره د بهر تلو اجازت ورکړی ؤ ، او د هغه د اي سي ايل نه د نوم ويستو په اړه عدالت حکومت سره د رابطې کولو وئيلي ؤ .
هغه زياته مونږ داخله وزارت ته د مشرف نوم د اي سي ايل څخه يستو خواست وکړو ، ولې هغه رد کړی شو ، ځکه مونږ عدالت ته راغلو .
پرويز مشرف د تېر خالي په ورځ د اسلام اباد نه کراچۍ ته راغلی دی ، او وئيل کيږي دلته به د هغه علاج هم کولی شي .
پرويز مشرف باندې هېواد کې په کال ۲۰۰۷م د نومبر په درېمه د ايمرجنسي لگولو په ضد د ائين د ارټيکل شپږم لاندې د غدارۍ په کېس کې د درې کسيزه ججانو ځانگړې محکمې د مارچ په ۳۱م فرد جرم لگولی او هغه د صحت جرم نه انکار کړی دی .
بل لور ته نن د گل په ورځ کوئټه کې د ترهگرۍ مخ نيوي عدالت کې د بلوڅ مشر نواب اکبربگټي د وژنې د کېس اوريدنه شوې ، او پرويز مشرف په دغه کېس کې نه دی حاضر شوی .
د راپورونو ترمخه عدالت په کېس کې د پرويز مشرف په گډون نورو ملزمانو ته د مئ په ۱۹م عدالت ته د حاضريدو امر کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG