لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان شخړه او دګاونډي پاکستان رول


اشفاق مومند

نن د امریکا په مخوره ورځپانړه واشنګټن پوسټ کښې د افغانستان د ورځ په زیاتیدوکي خرابو حالاتو په رڼا کښې د نامتو لیکوال فرید ذکریا یو تفصیلي رپورټ چاپ شوي دی چه سرخط ېې دی: (د افغانستان د شخړی اصلی حل)

د رپورټ په شورو کښې لیکل شوی چې په تازه ورځو کښې د افغانستان د شمالي ولایت د کندوز سرښار د طالبانو لاسو ته د ورتلو او ورپسي دغلته د امریکا ناتاره بمبارۍ د حلقو په ذهنونو کښې ډیر سوالونه راپورته کړي او هغه دا چه افغانستان کښې تر څوارلسو کالو پوري د امریکا د هلو ځلو باوجود افغانستان نن ولی دومره سنګینو حالاتو سره مخ دی؟ .

رپورټ زیاتوي دا وخت افغانستان کښې جمهوري حکومت دی او پرله پسي انتخاباتو کیدو نه د ا قوي قیاسونه کیږي چه افغان اولس طالبان نه خوښوي.افغان ځواکونه د زړه د خلاصه جنګ کوي او حکومت وفادار دی.خو بیا هم طالبان تل راښکاره کیږي او په سیمو کښې خواره شي.

رپورټ لیکي چه د دې تپوسونو ځوابونه د امریکا مشهور اخبار نیویارک ټاېمز د رپورټ ترمخه د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور د ژوند د حالاتو په جاج اخستو کښې موجود دي. پدي لړ کښې به د ټولو لومړی دا خبره معلوم شي چه د طالبانو نوی مشر اختر محمد منصور د څه وخت لپاره خپله استوګنه اوس هم په کوټه کښې کۍ. دغه شان د طالبانو ستر مشر ملا عمر هم څه موده وړاندي د پاکستان په کراچۍ ښار کښې په حق رسیدلی او د القاېده مشر اسامه بن لادن لکه څنګه چه ټولي دنیا ته معلوم ده په ایبټ آباد کښې اوسیدو.

اخبار لیکی که مونږ د افغانستان ستونزه هوارول غواړو نو داحقیقت به منو چه د افغان حکومت خلاف د یاغیانو د جنګ منصوبه د افغانستان د پولی بل خوا د ګاونډي ملک طاقتور پوځ تیاره کړیده او هم هغه یې څارنه کوي. د امریکا د حکومت دننه او بهر کسان وخت په وخت دا حقیقت په ګوته کوي خو علاج یې د چا سره هم نه شته او نتیجه یې دا ده چه حالات هم د جوړونکو په مرضۍ روان دي.رپورټ زیاتوي چې د ګاونډی ملک د طاقتور پوځ لخوا دطالبانو مرسته کیدل څه اتفاقي خبره نه ده. دا د یوې اهمې پالیسۍ په بنیاد کیږي او تر څو پوری چه ددې مخه نه وي نیول شوي طالبانو له ماتې ورکول ناممکنه ده.

واشنګټن پوسټ لیکي چه پاکستان په ډیره استاذۍ د امریکا پدی یقین راوستی دی چې پاکستان د امریکا ملګری دی او هر قسم مرسته ورسره کوي خو په حقیقت کښې پاکستان د امریکا خونړي دشمنان په لاس کښې نیولي دي. د مثال په توګه امریکی طالبانو سره د خبرو اترو شورو کولو ډیر کوششونه کړي وو خو اخر معلومه شوه چه امریکا هسي فضول خلکو سره خبرو کښې خپل وخت ضایع کولو ځکه چې د طالبانو اصلي مشر ملا محمد عمر خو د خبرو شورو کیدو نه دوه کاله وړاندي په حق رسیدلې وو. هر کله چې پاکستاني چارواکو به دغه ټول وخت کښې هغه سره د رابطې ساتلو او صلاح مشورو کولو لوبه یا ډرامه کوله. د پاکستاني چارواکو دا ناټک د پخواني صدر پرویز مشرف د دور د ډرامې برخه وه چا به چې تل د اسامه بن لادن یا د ملا محمد عمر پاکستان کښې د موجودګۍ نه انکار کوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG