لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۰۱۴م کې د پاکستان پښتانه تر بل هر چا سوا وژل شوي:رپورټ


د پاکستان قباېلي سېمه شمالي وزیرستان ۱۸۲۵، او خېبر اېجنسې کې دغه شمیره ۱۱۸۷ ده
د پاکستان قباېلي سېمه شمالي وزیرستان ۱۸۲۵، او خېبر اېجنسې کې دغه شمیره ۱۱۸۷ ده

په کال ۲۰۱۴م کې د پاکستان ټولو وژل شوو۷۵۰۰ شمیره کې د نېمې نه زیات پښتانه دي. په وژل شوو کسانو کې۳۳۹۹ د پاکستان په قباېلي سېمو، ۹۴۵ په خیبر پښتونخوا او د زرو نه سوا په کراچۍ کې وژل شوي.د رپورټ د شمیرو تر مخه د آبادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو لوې صوبې پنجاب کې بیا په دغه کال کې د وژل شوو کسانو شمیره ۳۰۹ ده.

پاکستان کې د جګړواوتشدد په پېښو تحقیق کونکې ادارې (سي ـ آرـ اېس ـ اېس) یا سنټر فار رېسرچ اېنډ سیکورټي سټډیز په خپل تازه رپورټ کې وېلي په مجموعي توګه په کال ۲۰۱۴م کې ۷۶۵۵ کسان وژل شوي دي. دغه شمیره په کال ۲۰۱۳م کې ۵۶۸۷ وه. د ادارې د تحقېق تر مخه دغه وژنې په ترهګر بریدونو، فرقه اېزو جګړو، حدفي وژنو او د پوځي عملیاتو په نتېجه کې تر سره شوي.

د سي ـ آرـ اېس ـ اېس د شمیرو تر مخه په قباېلي سېمو کې د کال ۲۰۱۳م په مقابله کې کال ۲۰۱۴م ډیر خونړې وو. په کال ۲۰۱۳م کې د پاکستان په قباېلي سېمو کې د وژل شوو کسانو شمیره ۱۴۵۷ کومه چې په کال په ۲۰۱۴م کې یو يه دوه سوا شوي او دغه شمېره ۳۳۹۹ ده . د ادارې د رپورټ تر مخه پدغه شمیره کې دومره زیاتوالي لوې علت د پاکستان په قباېلي سېمه شمالي وزیرستان کې روان (ضرب عضب) پوځي عملیات دي.

د ادارې لخوا شوي تحقېق تر مخه د ضلعو یا قباېلي سېمو په لحاظ پاکستان کراچۍ ښار کې تر ټولو زیاتمرګونه لېدلي چې شمیره ېي ۲۰۲۹، د پاکستان قباېلي سېمه شمالي وزیرستان ۱۸۲۵، او خېبر اېجنسې کې دغه شمیره ۱۱۸۷ ده. خو په ټوله قباېلي سېمه کې د وژل شوو کسانو شمیر بیا د کراچۍ نه هم سوا ده.

د سي ـ آر- اېس ـ اېس د دغه رپورټ په حقله نور حال د ډیوه ریډیو خبریال احسان محمد خان په دی رپورټ کې تاسو هم اوریدې شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:37 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG