لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې پاکستاني صحافي ته د څلورو کالو بند سزا اورول شوې


پاکستانی صحافي په ننگرهار صوبه کې پوليس هغه وخت نيولی ؤ ، کله چې نوموړي پوليس ته د افغانستان خاورې ته د اوړېدو قانوني اسناد ښکاره نه کړل .
پاکستانی صحافي په ننگرهار صوبه کې پوليس هغه وخت نيولی ؤ ، کله چې نوموړي پوليس ته د افغانستان خاورې ته د اوړېدو قانوني اسناد ښکاره نه کړل .

د افغانستان د ننگرهار صوبې يو عدالت يو پاکستاني صحافي فېض الله خان ته په غېر قانوني توگه افغانستان ته په اوړېدو د څلورو کالونو د بند سزا اورولې ده .

د راپورونو ترمخه کابل کې د پاکستان د سفارتخانې وياند اخترمنېر وئيلي ، چې د ننگرهار د يو عدالت لخوا ورته خبر ورکړی شوی ، چې پاکستاني صحافي فېض الله خان ته عدالت افغانستان ته د اوړېدو دپاره د قانوني دستاويزاتو نه لرلو په جرم د څلورو کالونو بند سزا اورولې ده .

فېض الله خان د پاکستان يو ځايي شخصي ټي وي چېنل (ای ار وايي ) د کراچۍ خبريال دی .

د راپورونو ترمخه افغان چارواکو په افغانستان کې د پاکستان سفير ابرارحسېن خبر کړی ، چې فېض الله خان د روان کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان په پوله پرته د افغانستان په ننگرهار صوبه کې پوليس هغه وخت نيولی ؤ ، کله چې نوموړي پوليس ته د افغانستان خاورې ته د اوړېدو قانوني اسناد ښکاره نه کړل .

د ای ار وايي ټي وي چېنل سينئر مرستيال مشر عماد يوسف وائس اف امريکا ډيوه ريډيوسره خبرو کې فېض الله خان ته د څلورو کالو بند د سزا ورکولو پخلی کړی ، او زياته کړې يې ده فېض الله خان ورسره په تماس کې دی ، او هغه ورته خپله دوه ورځې وړاندې د سزا خبر ورکړی دی .

نوموړي ووئيل فېض الله خان د اپرېل په مياشت کې د کراچۍ نه تلی ؤ ، او وئيلي يي ؤ چې پېښور کې کوم خاص مرکې کول غواړي . عماد زياته کړه د اپرېل د مياشتې په ۲۷م نېټه ورته د هغه د نيولو خبر مېلاؤ شوی ؤ، او د هغې وروستو د هغه د خوشي کېدو په هڅه کې يُو .

د راپورونو ترمخه پاکستاني صحافي باندې افغانستان ته د اوړېدو سره د جاسوسۍ تور ؤ ، خو عماد يوسف وايي چې هغه ته د جاسوسۍ په تور کې نا ، بلکې د قانوني اسنادو نه لرلو په جرم کې سزا ورکړی شوې ده .

عماد زياتوي ، فېض الله خان په غلطۍ سره د پولې نه پورې مخ ته اوړېدلی دی . نوموړی وايي د هغه د گرفتارۍ د وخت نه مونږ د پاکستان د خارجه وزارت سره په تماس کې يُو ، او د نيول شوي صحافي دپاره افغانستان کې پاکستاني چارواکو وکيل هم نيولی دی .

سرچيني وايي د ننگرهار عدالت پاکستاني صحافي ته افغانستان ته په ناقانونه توگه د اوړېدو سره د طالب مشرانو سره د ليدو او د هغويې د مرکو په سر سزا ورکړې ده .

د سرچينو ترمخه د فېض الله خان وکيل به هغه ته د ورکړل شوې سزا په ضد هائيکورټ کې اپيل کوي .

د راپورونو ترمخه د جنوبي ايشيا د خبريالانو تنظيم (سېپما ) او د خبريالانو نړيوال تنظيم ( ائي اېف جی ) هم په خپله سطحه د پاکستان او افغانستان د چارواکو سره په رابطه کې دي ، چې فېض الله خان خوشې کړی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG